سلام او درنښت: له زحمت څخه مو خورا منندوی یم او ستاسو د بریا هیله کوم، هیله کوم زما دا لاندې پوښتنو ته ځواب ورکړی 

 که یو څوک دوکان یا کور ګرو کړی او بیا هغه بل چاته په کرایه ورکړی دا سود دی یا نه ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي شريعت عمومي قاعده ده ( کل قرض جر نفعا فهو ربا ) هر قرض چې نفع ولري سود دی .

ګاڼه يا ګروی د قرض يو شکل دی ګرو شی د امانت شکل لري چې د قرض د ادا کولو د اطمنان د پاره يوه وسيله وي او بل دا چې که قرض ادا نه شي ګرو شی وپلوري او د خپل قرض په اندازه له هغه څخه خپل قرض په لاس راوړي نو په همدې بنا له ګروۍ څخه په هر صورت چې وي ګټه پورته کول ناجايز دي .

د ګرو کور په کرايه ورکول د قرض څخه ګټه په لاس راوړل دي او مطلق سود دی .

فی الشامی لا يحل له ان ينتفع بشئ منه بوجه من الوجوه وان اذن له الراهن لانه اذن له فی الربا الخ ثم قال ثم رئيت فی جواهر الفتاوی اذا کان مشروطاً صار قرضاً فیه منفعة وهو ربا .

جاء في الموسوعة الفقهية :

وَكَانَ الْمَرْهُونُ بِهِ دَيْنُ قَرْضٍ ، فَلا يَجُوزُ لَهُ الانْتِفَاعُ بِهِ ؛ لأَنَّهُ قَرْضٌ جَرَّ نَفْعًا ، وَهُوَ حَرَامٌ.

(الموسوعة الفقهية ج ۲۳ ص ۱۸۴ ).

اما ان کانت هذه الارض المرهنة رهنت فی دين قرض ، فانه لايجوز للمرتهن الانتفاغ بها مطلقاً ، لکونه قرضاً جر نفعا ، و کل قرض جر نفعا فهو ربا باجماع اهل العلم .و فی فتاوي اللجنة الدائمة (۱۴/۱۷۷ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود