تر تولو مخکې السلام علیکم ورحمت الله وبركاة
الله دی تاسو تولو ته جنتونه په نصیب کړی!
محترمو !
پوښتنه مې داسی ده چی مور او پلار مې غواړي ماته واده وکړي خو زه نغواړم چې واده اوکړم ځکه چې ما له یو چا سره مینه وه نو د بعضې مشکلاتو له امله مې ورسره نکاح ونشوه کړای،او تقریبا ډیر وقت کیږي چې کورنۍمې غواړي نکاح اوکړم خو زه غواړم هیڅ نکاح اونکړم ځکه چې نغواړم غیر له هغه کس څخه مې بل څوک ژوند کې اووسي او نه هم بل چاته مینه او خوشحالي ورکولای شم، نو ولې دی بل چا ژوند خراب کړم.او پوهیږم چې په نکاح نکولو به ګناه کار شم خو څنګه اوکړم دې بل چا ژوند هم نشم خرابوی ؟
هیله ده چې همکاري راسره اوکړۍ!
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که ددې مينې او محبت وجه دينداري او نيک اسلامې اخلاق وي نو دا خو ښه کار دی ، په دې باره کې خپلو والدينو او بل ته وړانديز کول ښه او شرعاً جايز کار دی ،مګر که دا محبت او عشق بازي د حرام اختلاط او د بيګانه ښځو او سړيو سره د ملګرۍ او ارتباطاتو د وجې نه وي نو د بيګانه خلکو سره ملګري او اختلاط کول حرام دي .
د هلک انتخاب او که د والدينو ؟
هلک يا نجلۍ چې کوم انتخاب کوي اکثراً د ظاهري جل او بل پر بناء يې کوي مګر والدين چې خپل اولاد ته کوم انتخاب کوي نو هغوی هر لوری په پام کې نيسی ، دين ، اخلاق ، سلوک ، نسب ، صبر او استقامت او د پلانۍ کړنو او اعمالو ته .
نو د شک پرته د والدينو په انتخاب کې خير او برکت دی .
مګر په هيڅ صورت کې والدين نشي کولای خپلو اولادونو ته اجباري نکاح وکړي ځکه اجباري نکاح باطله ده .
او دا هم په پام کې لرل پکار دي چې هيڅ نجلی د ولي د اجازې پرته نکاح نشی کولای که فرضاً دا ډول نکاح وکړي نکاح يې د جمهورو فقهاوو په نزد باطله ده .
نو غوره او شرعي لاره دا ده چې په نکاح کې بايد د والدين او اولاد دواړه خوښه وي .
د نکاح په باب د خپل مور او پلار مشوره او رايه ډيره ضروري ده ځکه چې هغوی هر طرف ته توجه کوي نو تاسې د مور او پلار انتخاب ته ترجيح ورکړي الله تعالی به ستاسې په ژوند کې برکت واچوي .
د ظاهري جل او بل انتخاب نتجه ښه نه وي هغه هم د اختلاط په نتجه کې وي ځکه عقل سليم خطا کيږي ځکه چې په دې کې د
شيطان مداخله وي كما قال الله تعالى : ( وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ) الأنعام/43
والله اعلم
وصلي الله وسلم علي محمد و علي آله و اتباعه الي يوم الدين
آن لاين اسلامې لارښود