د زړه د کلکوالي اسباب او علاج

السلام علیکم و رحمت الله و برکات
قدرمنه وروره زما سوال دادی چی ۲ کاله کیژی چی زه په امریکا کی اوسیژ. کله چی زه خپل وطن کی وم دیره می اسلام سره مینه وه زما نه یادیژی چی مانه به یو وخت لمونځ قضا شوی وي. په خوب کی به می لمونز ته مندی وهلی. علاقه می عبادت سره دیره وه بیخی لیونی وم اسلامی اعمالو پسی. او اوس په هفته کی مانه یو ۳ یا ۴ لمونزونه مانه قضا کیژی. زره می نه غواری چی تلاوت وکرم په اسان. زره می لری کیژی ورو ورو د اسلام نه. زره می دیر خفه دی مولا صاحب ماته د خدای تعالی په خاطر یو لاره یا اسلامی او قرانی طریقه وخایاست چی زره می د اسلام بیرته کلک پابند شی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د زړه توروالی يا په عبادت کې سستوالي اسباب او علاج

۱- ګناهونه : په فاسق ماحول کې ډير ګناهونه عادي بلل کيږي ، لکه : نا محرمو کتل ، د موسيقي اوريدل ، د ديني واجبات ترک کول ، يوازې ماديت پالنه او نور .

ګناهونه زړه توروي کله چې زړه تور شي ، د ديني شعائرو او احکامو ادا کول ورته سخت شي او حتی د ديني احکامو څخه کرکه کيږي ځکه چې په دې زړه کې ايمان ډير کمزوری او د شيطان او خواهشاتو غبله ډيره قوي وي .

۲- په کفري ماحول کې ژوند : د شرعي علم څخه لرېوالی ، د ايماني ماحول او ايماني ملګرو څخه لرېوالی ، او د غرب د الحادي ثقافت تر سيوري لاندې ژوند کول سړی خامخا له دين څخه لرې کوي .

۳- د فاسقانو ملګرتيا .

۴- د دنيا په چارو کې ډيره مشغلتيا او همدا اصلي هدف ګرځول ، حال دا چې د انسان د پيدايښت اصلي هدف د الله تعالی اطاعت او عبادت دی .

علاج

۱- د ګناهونو څخه ځان ساتل خپل ځان ته دا قناعت ورکول چې د عبادت ترک او ګناه د دوزخ د لارې انتخاب دی ، د سستي او غفلت په وجه او لږ خوندونو د ټول عمر غم او تکليف اخيستل ډيره بده سودا ده ، توبه او رجوع کول .

۲- د شرعي علم زده کړه ، ديني مطالعه ، د پيغمبرانو د قصصو لوستل ، سيرت نبي لوستل ، سيرت صحابه او نور ديني کتابونه او ديني سايټونه هر ورځ يا هره اونۍ لوستل ، له مسلمانانو سره ملګرتيا کول ، پنځه وخته لمونځ په جومات کې ادا کول ، د اسلامي دعوت مرکزونو ته ورتلل او د هغوی سره اړيکه ساتل .

۳- په تدبر سره د قرآن تلوت يا هغه ته غوږ نيول او مسنونه اذکار لوستل خصوصاً د سبا او بيګا اذکار او د هر لمانځه وروسته اذکار

او دا کتاب در سره واخله .

https://dawat610.com/archives/14589

او دا دعا ډيره ډير وايه :

رَبَّنَا لا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (آل عمران :۸ ) .

ژباړه : اې زموږ ربه! زموږ زړونه له هغه وروسته كاږه نه كړې چي هدايت دې كړو او خپله پېرزوينه دې زموږ په برخه كړه، بې شكه چي ته ډېر مهربان توبه منونكى يې.

يا مقلِّب القلوب ثبت قلبي على دينك

ژباړه : ای د زړونو بدلوونکيه (ربه ) ! ثابت کړه زړه زما ستا په دين باندې .

چې د پورته شيانو په عملي کولو سره به مو ان شاء الله زړه ژوندی او روښانه شي ، ايمان به مو قوي شي او ان شآء الله ددې هيله شته چې د کافرانو د هدايت سبب شې .

او کچېرې دين ته ضرر او نقصان وي نو په کفري هيواد کې اوسېدل جواز نلري .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email