که مو دا اذکار لسو کسانو ته ونه رسول نو پر تاسې به ….

که مو دا اذکار يا دعا تر لسو کسانو پورې ورسوله نو تاسې به خوشحالي ووينئ او که نه نو غمونه درباندې راشي هيڅ اصل نلري .

زما پوښتنه ده چی هر څوک ورسره په جانجال اخته دی هعه دا چی یو څوک اذکار او دعاګانې يا  پینځه اسماء حسنی پر یوه چا ولیکي او بیا یی در واستوي چی لس نفروته يې ولیکه نو خدای به درباندی خوشحالي راولي او که دی ونه لیکل الله به درباندی غمونه راولي چی اوس ده په حقیقت کی هم همداسی ده کنه؟

ځوږ ننکرهاری


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا هماغه د سيد احمد په نوم درواغجنو خوبونو ته ورته لړۍ ده ، دا د جهل او خرافاتو څخه ډک کار دی چې په دې کار کې لاندې دوه ستر خطرونه موجود دي :

اول – د يو عمل د ثواب او يا ګناه ثابتول په اسلامي شريعت پورې اړه لري ، هيڅ چاته ددې حق نشته چې له ځانه خلک ښو کارونو ته ترغيب او له بدو کارونو څخه يې منع يا وويروي ځکه د ترغيب او ترهيب اصل اسلامي شريعت دی .

د ځانه په شريعت کې خبرې کول ، درواغ احاديث جوړول ستره ګناه ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : « من كذب علي متعمداً فليتبوأ مقعده من النار» (رواه البخاري) .

ژباړه : او څوک چې قصداً پر ما پسې درواغ وتړي نو هغه په دوزخ کې خپل ځان ته ځای برابر کړ.

دوهم – د شرعي حکم او اصل پرته د يو شي دفع ضرر او نفع ثابتول خطرناکه عقيده ده ، مثلاً که : کچېرې دې دا خط لسو کسانو ته ونه رسولو نو له ضرر سره به مخ شي او که دې ورسولو ګټه به ومومې ، نفع او ضرر رسول د الله سبحانه وتعالی په واک کې دي :

لقوله سبحانه وتعالی : قوله تعالی :قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ . (الاعراف ۱۸۸) .

ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائي الله پاک .

نو واضح شوه چې دا ډول خبرې او د شرعي حکم پرته په اسلام کې له ځانه ترغيب او ترهيب خطرناکې پايلې لري او ددې وجه يوازې جهل او ناپوهي ده نو ددې کار څخه د خلکو منع کول واجب دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email