د نوروز د حرمت په اړه د څو شبهو ځواب

نوروز اوس حرام شو که پخوا حرام وو ؟

نوروز خو يوه ملي عنعنه ده څوک خو اور او بت ته سجده نه پکې کوي د مجوسيانو پيروي خو نه کوي، په دې ۱۴۰۰ کالو کې حرام نه وو اوس حرام شو ؟

ځواب

نوروز لمانځل اوس نه دی حرام کړ شوی بلکي ۱۴۰۰ کاله مخکې چې کله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړه هلته يې د نوروز او روميانو د اخترونو د لمانځنې څخه منع اعلان او د هغه پر ځای اسلامي شريعت مسلمانانو ته دوه اخترونه وټاکل .

د مجوسيانو او کافرانو د اختر لمانځنه ۱۴۰۰ کاله مخکې په کتاب الله سره حرام کړی شوې ده .

د نوروز په اړه جليل القدر صحابي عبدالله بن عمر رضی الله عنه وايي :

 (الموسوعة الفقهية ).

[من مر ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك , حشر معهم يوم القيامة

ژباړه: څوک چې د عجمو په ښارونو کې د نوروز او مهرجان اخترونه ترتيبوي ، لمانځنه يې کوي او ګډون پکې کوي او هغوی سره مشابهت کوي تر څو وفات شي (د دغه عمل څخه توبه ونباسی ) ، د قيامت په ورځ به د هغوی سره حشر کيږي

ثابت شوه چې نوروز پخوا حرام او حرام دی مشکل زمونږ په فهم کې دی .

که نوروز د مجوسيانو سره مشابهت وي نو د فيسبوک ، کمپيوټر کارول مشابهت نه دی ؟

که د نورور لمانځل د مجوسيانو سره مشابهت دى! نو بيا خو فيسبوک هم يو کافر جوړ کړى ګټه يې هم کافر ته ځي ، موبايل هم د کافر اختراع ده، کمپيوټر هم کافر جوړ کړى، برق هم کافر جوړ کړى

ځواب

د کفارو مشابهت عموماً په دوه  ډوله دی :

حرام او مباح

حرام مشابهت : د کفارو په عباداتو او اعتقاداتو کې مشابهت کول کفر دی ، او په مذهبي رسوماتو او مذهبي لمانځو کې مشابهت کول حرام دی .

مباح او جايز : کوم شيان چې په عقيده ، دين او مذهبي چارو پورې اړه نلري لکه : د هغوی اختراعات ، جوړ کړې شيان او نور نو د هغه کارول جايز دي  .

ځکه چې په وسائلو او اشياوو کې اصل اباحت او رواوالی دی مګر دا چې په هغه کې شرعي ممانعت نه وي او د حرامو امورو لپاره ونه کارول شي .

د انترنټ ، کمپيوټر ، فيسبوک ، موټر ، طیارې او نورو اصل دا دی چې کارول يې جايز دي مګر که د حرام کار لپاره وي بيا يې کارول جواز نلري ، فرق نه کوي که دا وسائل مسلم جوړ کړي وي او يا غير مسلم .

د نوي هجرې کال شروع له هجرت څخه شوې ده ؟

سلامونه. یو سوال د ‌‌‌‌‌‌ډيره وخته راته پيدا دی که یی حل درسره وی. د نوی هجری کال شروع خو د نبی علیه السلام د هجرت ورځ وه نو څنګه دا ورځ تصادفاً د مجوسیانو د اختر سره برابره سوه ؟

ځواب

د هجري قمري تاريخ بنسټ د عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کيښودل شو ، په شريعت کې اصل هجري قمري تاريخ دی او قمري د شمسي سره ۱۱ ورځې فرق لري .

د باميانو د بودا مجسمه ولی مخکې له نړول کېده چې اوس ونړول کيږي .

نوروز په اړه مخکې څه نه وو او اوس حرام بلل کيږي  دا ولی ؟

ځواب

ته څه ثبوت لري چې پخوا به نه وي نړول شوی او بيا به نه وي ترميم شوې ؟

د بتانو نړول ابراهيمي سنت دی ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دی کله چې مکه فتحه شوه ، مسلمانانو ۳۶۰ بتان ونړول ، اسلامي امت ته ورپاتې سنت دي ، کله چې د محمود غزنوي په مشرۍ اسلامي لښکر د هند لويه وچه فتحه کړه هلته د سومنات بت خانه ونړوله .

ځکه چې اسلام د بتانو د نړولو حکم ورکړی دی :

«أن لا تدع وثنًا إلا كسرته, ولا صورة إلا طمستها, … » (الحديث ).

د باميانو د بودا د نړولو د حکم او د شبهاتو په رد کې يو عربی عالم لوی بحث ليکلی دی :

https://saaid.net/Doat/khalid/29.htm

آخري خبره دا ده چې د مسلمان لپاره  ښايي چې د اسلامي شريعت حکم د بې ځايه حيلو ، دلائلو ، قيل او قال پرته قبول کړي ،او د هغه څخه سر غړونه ونه کړي .

الله سبحانه و تعالى فرمايي : وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً ( الأحزاب/ 36 ) .

ژباړه : او کله چې الله او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يو کار حکم کړی وي هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ښځې ته نه دي په کار چې د دوی په کار کې کوم واک ولري که څوک د الله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وکړي ، بې شکه چې هغه ښکاره لار ورکی دی .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email