د الله تعالی ذکر د زړه احساس ژوندی کوي ، کله چې زړه ژوندی شي د ښه او بد ، حق او باطل تر منځ د توپير کولو احساس پکې ژوند وي ، په ذکر سره روح ته راحت او اطمنان حاصليږي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً] (الأحزاب:۳۵).
ژباړه: او د الله ډير ډير يادوونکي (نارينه ) او يادونکې (ښځې ) الله تعالی دغو ټولو ته بخښنه او لويه بدله چمتو کړې ده .
ابن صلاح رحمه الله وايي : د ذِکر کثير او ټوله ورځ په ذِکر باندې مشغول اوسيدو څخه مطلب دا دی چې مؤمن بنده سبا او بيګاه او هر وخت د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه ثابت اذکار او ماثورې دعا ګانې وايي او په هغه باندې همشوالی وکړي .
په دغه کتاب کې ټول په صحيح رواياتو ثابت شوي مسونه اذکار او دعاګانې جمع شوی دي .
الله تعالی دې لومړی ماته او بيا ټولو مسلمانانو ته د عمل توفيق راکړي .