ځواب : الحمد لله والصلوة والسلام علی رسوله وآله وصحبه وسلم .. وبعد:

د ذکر ، شرعي علم او وعظ لپاره جمع کيدل کار د خير دی ، د الله تعالی د رحمت د نزول سبب کرځي.

جناب نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ » (مسلم و ابوداود ).

ژباړه : کوم خلک چې د الله د ذکر لپاره را جمع شي نو پرېښتې په هغوی را تاويږي ، او رحمت هغوی را نغاړي ، د زړه اطمنان او سکينه ورباندې نازليږي ،او الله تعالی هغوی په ملائکو کې يادوي .

مګر که ذکر د يوې ډلې لخوا په يو صوت او آواز وي چې د ځنو عږ له ځنې نورو سره موافق وي که چېرې د التزام په ټوګه وي بدعت دی او د هغه نه پرهيز پکار دی ، ځکه چې په شريعت کې د داسې ډله ييز ذکر چې په يو آواز سره وي د استحباب څه ثبوت نشته . نو څوک چې په شرع کې په غير لازم شي باندې التزام لګوي د شک پرته بدعت دی .

الذِّكْرُ الْجَمَاعِيُّ : وَهُوَ مَا يَنْطِقُ بِهِ الذَّاكِرُونَ الْمُجْتَمِعُونَ بِصَوْتٍ وَاحِدٍ يُوَافِقُ بَعْضُهُمْ بَعْضًا ، وَقَدْ جَعَلَهُ

إِذَا الْتُزِمَ بِدْعَةً إِضَافِيَّةً تُجْتَنَبُ ، إِذَا نَدَبَ الشَّرْعُ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ فَالْتَزَمَ قَوْمٌ الاجْتِمَاعَ عَلَيْهِ عَلَى لِسَانٍ وَاحِدٍ وَصَوْتٍ وَاحِدٍ لَمْ يَكُنْ فِي نَدْبِ الشَّرْعِ مَا يَدُلُّ عَلَى هَذَا التَّخْصِيصِ الْمُلْتَزَمِ ؛ لأَنَّ الْتِزَامَ الأُمُورِ غَيْرِ اللازِمَةِ يُفْهَمُ عَلَى أَنَّهُ تَشْرِيعٌ ، فَلَمْ يَتَنَاوَلْهَا الدَّلِيلُ الْمُسْتَدَلُّ بِهِ ، فَصَارَتْ مِنْ هَذِهِ الْجِهَةِ بِدَعًا مُحْدَثَةً .

(موسوعة الفقهية ج ۲۱ ص ۲۵۳ ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email