د اسم اعظم په باره کې څه د پاسه څلویښت اقوال دي چې تر ټولو قوي اقوال په لاندې ډول دي :

۱- عن بريدة الاسلمي قال: سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَدْعُو وَهُوَ يَقُولُ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنِّي أَشْهَدُ أَنَّكَ أَنْتَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ الْأَحَدُ الصَّمَدُ الَّذِي لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ. قَالَ: فَقَالَ: “وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَقَدْ سَأَلَ اللَّهَ بِاسْمِهِ الْأَعْظَمِ الَّذِي إِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ وَإِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى“. [أخرجه أبو داود (1493) والترمذي (3475)، وابن ماجة (3857)].

ژباړه: د بريده اسلمي رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو سړي دا دعا واوريده چې ويل يې (اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنِّي أَشْهَدُ أَنَّكَ أَنْتَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ الْأَحَدُ الصَّمَدُ الَّذِي لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ )، روايت کوونکی وايي چې بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : قسم دې وي زما په هغه ذات باندې چې زما روح د هغه په لاس کې دی چې يقيناً ده د الله په اسم اعظم باندې سوال وکړ هغه اسم اعظم چې کله په هغې باندې دعا وشي نو هغه قبليږي او چې کله د هغې پوسيله وغوښتل شي نو ورکول کيږي .

۲- عن انس بن مالک قال سمع رسول الله صلی الله عليه وسلم رجلاً يقول : «اللهم إني أسالك بان لك الحمد لااله الا انت المنان بديع السماوات و الارض ياذا الجلال و الاكرام ياحي ياقيوم فقال النبي : لقد دعا الله تعالى باسمه العظيم الذي اذا دعي به اجاب واذا سئل به اعطى» [رواه أحمد و البخاري في الادب المفرد و رواه الاربعة].

ژباړه: له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو سړي څخه وارويدل چې ويل يې : (اللهم إني أسالك بان لك الحمد لااله الا انت المنان بديع السماوات و الارض ياذا الجلال و الاكرام ياحي ياقيوم ) پس رسول الله وفرمايل : چې هغه په اسم اعظم باندې سوال وکړ څوک چې په دې باندې سوال وکړي قبليږي او چې کله د هغې پوسيله څه وغوښتل شي نو ورکول کيږي .

۳- عن أسماء بنت يزيد ، عن رسول الله أنه قال: “اسم الله الأعظم في هاتين الآيتين: ( وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ) و الم * اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ [آل عمران: 1، 2] (رواه أبوداود و صحيح الجامع) .

ژباړه : له اسماء بنت يزيد رضی الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : اسم اعظم په دې دوه آيتونو کې دی (وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ) او د سورت آل عمران په شروع کې (الم * اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) .

او د امامة رضی الله عنه په حديث کې بيا اسم اعظم د البقرې سورت دا آيت (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) ، د سورت آل عمران (الم * اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) ، او سورت طه دا آيت (وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ) آيتونو کې ښودل شوی دی .

۴- د امام ابی حنيفه ، امام طحاوي ، ابن قيم او نورو ډيرو علماؤ رحمهم الله قول دا دی چې اسم اعظم ( الله) دی .
وقال ابن أمير حاج الحنفي – رحمه الله – :

عن محمد بن الحسن قال : سمعتُ أبا حنيفة رحمه الله يقول : اسم الله الأعظم هو ” الله ” , وبه قال الطحاوي وكثير من العلماء , وأكثر العارفين .

وقال ابن عابدين في رد المحتار: وروى هشام عن محمد عن أبي حنيفة أنه اسم الله الأعظم، وبه قال الطحاوي وكثير من العلماء. انتهى

و مدارج السالکين ۱/۲۱ لابن قيم .

و الله سبحانه وتعالی اعلم