د استغفار فضيلت او اهميت

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :«و الله انی استغفرو الله و اتوبو اليه فی اکثر من سبعين مرة »(رواه البخاري ) .

ژباړه: په الله پاک قسم چې زه په ورځ کې له اويا ځلو زيات د الله تعالی څخه مغفرت غواړم او د هغه دربار کې توبه وباسم .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ تُوبُوا إِلَى اللَّهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ، فَإِنِّي أَتُوبُ إِلَى اللَّهِ، وَأَسْتَغْفِرُهُ فِي كُلِّ يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ»

ژباړه : ای خلکو الله ته توبه وباسئ او د هغه څخه بخښنه وغواړئ ، ځکه زه په ورځ کې سل ځله الله تعالی ته توبه او استغفار باسم .

له ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «من لزم الاستغفار جعل الله له من کل ضيق مخرجاً و من کل هم فرجاو رزقه من حيث لا يحسب» (سنن ابی داؤد ) .

ژباړه: چا چې استغفار کول پر خپل ځان لازم وګرځول نو الله پاک به ده ته د هرې سختۍ څخه د خلاصون لاره پيدا کړي او د هر درد او غم څخه به يې خلاصوي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان هم نه وي .

په ټولو کې غوره استغفار « سيد الأستغفار » دی کوم چې د سبا او ماښام په اذکار کې بيان شو .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email