ښاغلو اسلام علیکم ورحمت الله وبراکاته

بعد له سلام نه یوه پوشتنه لرم هیله کووم چی جواب یی ماته راکړې

پوښتنه: ایا جرس ځکول ګناه کبیره ده او که ګناه صغیره ده مهربانی وکړی جواب راکړی؟

فضل الله حسينی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

چرس څکول په اتفاق د امت حرام دي .

الموسوعة الفقهيه ليکي :

حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : په استدلال د دغه حديث (كل مسكر حرام) هر شی چې نشه ولري ولو که شراب نه وي حرام دي او په دغه حرمت کې چرس او نور شامل دي .

قال الحافظ ابن حجر : ” واستُدل بمطلق قوله : (كل مسكر حرام) على تحريم ما يسكر ولو لم يكن شرابا ، فيدخل في ذلك الحشيشة وغيرها . “فتح الباري” (10/45) .

السياسة الشرعية ليکلي : همدارنګه چرس چې د بنګو يا چرسو له بوټې جوړيږي حرام دي ، او دا تر شرابو بد دي له جهته ددې چې د عقل او فکر خرابونکي دی ، خمر او شراب له دې جهته خبيث او بد دي چې دوښمنۍ او جګړې ته تحريک کونکی دي او دا ټول د الله جل جلا له  د ذکر او لمونځ لرې کوونکي دي .

وقال في “السياسة الشرعية” (ص92) : ” والحشيشة المصنوعة من ورق القِنَّب حرام أيضا ، وهي أخبث من الخمر من جهة أنها تفسد العقل والمزاج ، والخمر أخبث من جهة أنها تفضي إلى المخاصمة والمقاتلة ، وكلاهما يصد عن ذكر الله تعالى وعن الصلاة .

جاء في الدرمختار :

ويحرم أكل البنج والحشيشة هي ورق القنب والأفيون لأنه مفسد للعقل ” الدر المختار 6 / 457

دوهم  جسمي او مالي ضرر : په چرسو کې عظيم اضرار موجود دی او ضرر رسول الله صلی الله عليه وسلم  ځان او بل ته حرام دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لا ضرر ولا ضرار ) رواه أحمد وابن ماجه (2341)

چرس څکول روغتيا ته زيات زيان اړوي ، عقل او فکر خرابوي ، د هاضمي جهاز کډوډوي او نور د داسې امراضو سبب ګرځي چې د انسان عزت او کرامت ته زيان رسوي او همدارنګه د مالي زيان سبب ګرځي ( د چرسو د زيان په اړه دوکتور وهبة الزحيلی مکمله موضح ليکلی ده د نور تفصيل د پاره “الفقه الإسلامي وأدلته” للدكتور وهبة الزحيلي (7/5511) وګورئ

چرس څکول کبيره ګناه او که صغيره ؟

مجلة البحوث علماء عربستان سعودي ليکي :

د مخدره موادو کارول چې پر عقل تأثير کوي د مذاهبو د علماوو په اتفاق حرام دی هغه چې په هره طريقه وي ، خوړل ، څکول ، پيچاري او نور ، علماؤ دغه عمل که کبيره ګناهونو څخه يو لويه ګناه ګڼې .

اتفق العلماء في مختلف المذاهـب الإسلامية على حرمة تناول القدر المؤثر على العقل من المواد والعقاقـير المخدرة ، فيحرم تعاطيها بأي وجه من الوجوه سواء كان بطريق الأكل أو الشراب أو التدخين أو السعوط أو الحقن بعد إذابتها ، أو بأي طريق كان . واعتبر العلماء ذلك كبيرة من كبائر الذنوب (ج ۳۲ ص ۲۲۹).

د علماوو په اتفاق د چرسو ، ترياکو او پوډرو په څکونکي باندې تعزير دی ، مګر د حنابله وو څخه شيخ الاسلام ابن تيميه وايي چې د خمرو (شرابو) په شان به حد ورباندې جاري کيږي .

هغه وايي : بنګ او چرس لعنتي شيان له سترو منکراتو څخه دي او د شرابو څخه يې په ځنې وجهو شر زيات دی ځکه چې ددې کارول مزاج فاسدوي ، ديوثي را مينځته کوي ، ډير خوړل يې سړي ليونی کوي ، ضرر په ځنې وجهو له شرابو زيات دی .

 يقول شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله: هذه الحشيشة الملعونة من أعظم المنكرات وهي شر من الشراب المسكر من بعض الوجوه، والمسكر شر منها من وجه آخر، فإنها مع أنها تسكر آكلها حتى يبقى مصطولا، تورث التخنيث والديوثة وتفسد المزاج، فتجعل الكبير كالسفنجة، وتوجب كثرة الأكل وتورث الجنون، وكثير من الناس صار مجنونا بسبب أكلها… ، فضررها من بعض الوجوه أعظم من الخمر، ولهذا قال الفقهاء إنه يجب فيها الحد كما يجب فى الخمر. انتهى.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email