د خوب اذکار

د خوب نه مخکې دعا : «بِاسْمِكَ اللَّهُمَّ أَمُوْتُ وَأَحْيَا»( البخاری: ۶۳۲۴ ).

ژباړه: ای الله! ستا په نوم زما ژوندي کيدل او مړه کيدل دي.

د خوب نه د بيداريدو دعا :

«الحَمْدُ للهِ الَّذِي أَحْيَانَا بَعْدَ مَا أمَاتَنَا وإلَيْهِ النُّشُورُ» (رواه مسلم ).

 ژباړه: ثناء او ستاينه هغه الله پاک لره ده چې مونږ يې وروسته له مرګ څخه ژوندي کړو او د هغه طرف ته زمونږ رجوع کول دي .

د عطسه (پرنجيدلو ) دعا

کله چې انسان ته پرنجۍ ورشي وايي به : «الحَمْدُ ِللهِ» او څوک چې له ده سره موجود دي هغوی به وايي : «يَرْحَمُكَ اللهُ» (الله پاک دې پر تا ورحميږي ). پرنجي کوونکی به د هغه په ځواب کې وايي: «يَهْدِيْكُمُ اللهُ وَيُصْلِحُ بَالَكُمْ» (الله پاک د تا ته هدايت وکړي او الله پاک د ستاسې حال يا بال بچ صالح وګرځوي) (صحيح بخاري ۷ / ۱۲۵، او مسند امام احمد )

د بازار اذکار

بازار  ته د داخليدو دعا :

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، يُحْيِيْ وَيُمِيْتُ وَهُوَ حَيٌّ لاَ يَمُوْتُ، بِيَدِهِ الْخَيْرُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ» (سنن الترمذي و مسند امام احمد).

ژباړه: نشته لائق د عبادت مګر الله دی ،چې هغه يو دی ،شريک نه لري ، هغه لره پاچاهي او ټولې ستاينې دي ، ژوندي کول او مړه کول کوي ، او هغه ابدي ژوندی دی چې هيڅکله نه مري ، د ده په بلاکيف لاس کې خير او ښېګڼې دي او هغه په هر څه باندې قادر دی .

حضرت عمر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من دخل السوق فقال لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت، بيده الخير، وهو على كل شيء قدير، كتب الله له ألف ألف حسنة، ومحا عنه ألف ألف سيئة، ورفع له ألف ألف درجة» (رواه الترمذي وابن ماجة و الترغيب والترهيب ۲/۵۱۷).

ژباړه : څوک چې بازار ته داخليږي او ووايي :«لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت، بيده الخير، وهو على كل شيء قدير» ، الله تعالی به ده لره زر زر نيکۍ وليکي ، او له ده څخه به زر زر بدۍ لري کړي او زر زر درجې به يې لوړې کړي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email