د اوداسه اذکار

د اوداسه مخکې «بسم الله » ويل او د اوداسه وروسته ويل «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ الله وَرَسُولُهُ»

عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د تاسې څخه چې څوک اودس وکړي او د پوره آدابو سره په ښه شان اودس وکړي بيا د اوس کولو وروسته ووايي :

[أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ الله وَرَسُولُهُ] نو د ده د پاره به د جنت ټولې دروازې خلاصې شي هغه چې په کومه دروازه جنت ته تلل غواړي جنت تلای شي (روا مسلم ) .

او وروسته دا دعا ويل :« اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجْعَلْنِي مِنَ الْمُتَطَهِّرِينَ » .
د آذان اذکار

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د آذان په ځواب ورکولو چې يو د آذان ظاهري ځواب او بل د هغه حقيقي ځواب ورکول يعنې جومات ته تلل دي د جنت زېری ورکړی دی خو افسوس چې زمونږ خبرې او مجلس د آذان په وخت کې هم جاري وي او جومات ته د جماعت ادا کولو لپاره ډير کم خلک ځي .

د آذان په ځواب کې به هماغه د مؤذن الفاظ تکراروي يعنې کله چې مؤذن ووايي «الله أكبر الله أكبر» اوريدونکی به هم وايي «الله أكبر الله أكبر» همداسې تر آخره ، خو د «حيَّ علی الصلاة » او «حیَّ علی الفلاح» په ځواب کې به « لا حول ولا قوة إلا بالله » وايي .

څوک چې آذان ته د زړه څخه ځواب ورکړي داخل به شي جنت ته (رواه مسلم :۳۸۵).

«إذا قال المؤذن الله أكبر الله أكبر فقال أحدكم الله أكبر الله أكبر ثم قال أشهد أن لا إله إلا الله قال أشهد أن لا إله إلا الله ثم قال أشهد أن محمدا رسول الله قال أشهد أن محمدا رسول الله ثم قال حي على الصلاة قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال حي على الفلاح قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال الله أكبر الله أكبر قال الله أكبر الله أكبر ثم قال لا إله إلا الله قال لا إله إلا الله من قلبه دخل الجنة « (رواه مسلم : ۳۸۵ ) .

د آذان دعا :

«اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ» .

ژباړه : ای الله ! ددې مکملې بلنې او کيدونکې لمونځ پروردګاره ! محمد صلی الله عليه وسلم ته په جنت کې خاصه درجه ، او خاص فضيلت ورکړې ، او هغه ستايلی شوي مقام ته يې ورسوي کوم چې تا ورسره وعده کړې .

د جابر بن عبدالله رضی الله عنه  روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : څوک چې آذان واروي او دا دعا (اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، .…..) ووايي نو هغه کس به زما د شفاعت څخه برخمن شي.(البخارى:۶۱۴).

Image may contain: text

Print Friendly, PDF & Email