۱- هر بيګا د «تبرک الذي» د سورت تلاوت :

د ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي : إن سورة في القرآن ثلاثون آية شفعت لصاحبها حتى غفر له هی : تبارك الذي بيده الملك (صحيح الماجه – ۳۰۶۸ ) .

ژباړه: په قرآن کې درش ايته دي چې د تلاوت کوونکي د پاره تر هغه پورې شفاعت کوي تر څو هغه وبخښل شي دا تبارک الذي (سورة الملک ) دی .

ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي:

 «سورة تبارك هي المانعه من عذاب القبر» ( السيوطي صحيح الجامع ۴۷۲۷ – سلسلة صحيحية  ۱۱۴۰ ) .

ژباړه: سورت تبارک الذی د قبر د عذاب مانع ګرځي .

عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وايي : «من قرأ تبارك الذي بيده الملك كل ليلة منعه الله بها من عذاب القبر ، وكنا في عهد رسول الله صلى الله جل جلا له  عليه وسلم نسميها المانعة» (رواه النسائي ( ۶ / ۱۷۹ ) وحسنه الألباني في صحيح الترغيب والترهيب ۱۴۷۵ ).

ژباړه: چا چې هره شپه تبارک الذی تلاوت کړ الله تعالی به هغه د قبر له عذاب څخه وساتي ، او مونږ به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې تبارک الذي سورت ته المانعه ويلو ( د قبر د عذاب مانع ) .

۲- ماښام يا بيګا د البقرې ورستي آيتونه تلاوت کول :

د البقره سورت ورستني دوه آيتونو ( آمن الرسول … تر آخر د سورت پوري ) تلاوت کول د انسان د حفاظت سبب ګرځي ،رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه (البخاري – ۵۰۰۸ ).

ژباړه:څوک چې د سورت بقرې ورستي دوه آيته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )

۳- د بيده کېدو پر مهال د آيت الکرسي تلاوت کول :

ابی هريره رضی الله عنه وايي : چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته د زکات د مال د ساتنې دنده سپارلې وه ، يو کس راغی او په غلا يې پيل وکړ ، هغه مې ونيو چې زه دې رسول الله ته ورولم ، هغه زارۍ وکړي بيا مې خوشی کړ، بله ورځ بيا راغلی بيا مې ونيو او زارۍ يې وکړې خوشۍ مې کړ، او دريمه ورځ بيا راغی بيا مې کلک ونيو چې دا ځل دې رسول الله ته ورولم ، هغه را ته وويل ما خوشی کړه زه به تاته څو ګټور کلمات در وښيم ، ويې ويل : هغه کوم کلمات دي ؟ ویې ويل : «إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) وَقَالَ لِي: لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلا يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، …. »

ژباړه: کله چې د خوب بسترې ته ځې آيت کرسي (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ … تر آخر د آیت پورې ) وايه، ټوله شپه به پرښتې ستا حفاظت کوي او تر سبا پورې به تا ته شيطان نه راځي .

دا قيصه مې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته بيان کړه هغه وفرمايل : حال دا چې هغه يو ډير دروغجن کس دی مګر تا ته يې رښتيا ويلي .

يعنې شيطان خپل زار پاش کړی چې څوک «اية الکرسي » ووايي د هغه به پريښتې حفاظت کوي شيطان به هغه ته نشي نږدې کيدلی .

۴- د بيده کيدو پر مهال د قل الله ، معذتين تلاوت :

د قل الله أحد او معوذتينو (قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس ) تلاوت د انس او جن د شر او وسواسو سحر او جادو نه نجات دی .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا: )قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ( ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاثَ مَرَّاتٍ. (البخارى:۵۰۱۷)

ژباړه: د بې بې عايشې رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت ؤ چه هر شپه به چه کله د آرام د پاره خپلې بستري ته تللو نو خپل دواړه لاسونه به يې يو ځای کړل او قل هو الله ، قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس ولوستل بيا به یې په لاسونو باندې وپوکل بيا د کوم ځای پورې چه کيده په خپل مبارک بدن به يې راکشول دا عمل به يې دری ځله تکرارولو .

سوره اخلاص د قرآن دريمې حصې د تلاوت ثواب لري .

وعن ابن عباس رضي الله عنهما قال : قال رسول صلى الله عليه وسلم :« أيعجز أحدكم أن يقرأ في ليلة ثلث القرآن ؟ ، قالوا وكيف يقرأ ثلث القرآن ؟ قال صلى الله عليه وسلم :«قل هو الله أحد ” تعدل ثلث القرآن » (رواه مسلم ).

ژباړه: ابن عباس رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا د تاسې څخه څوک په دې عاجز دي چې په يوه شپه کې دری ځل قرآن تلاوت کړي ؟ مونږ وويل څنکه به څوک دری ځله تلاوت وکړای شي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د قل الله أحد تلاوت د قرآنکريم د تلاوت له دريمې حصې سره برابر دی .

۵- د جُمعې په شپه د سوره الکهف تلاوت :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من قرأ سورة ( الكهف ) ليلة الجمعة، أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق » ( صحيح الترغيب والترهيب / ۷۳۶ ).

ژباړه: چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ د هغه لپاره به د ده او بيت العتيق تر منځ نور وي.

أبي الدرداء رضی الله عنه روايت کړی دی چې نبی صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصم من الدجال وفي رواية ـ من آخر سورة الكهف ـ» ( رواه مسلم).

ژباړه: چا چې د سورت الکهف لس اوليني آيتونه ياد کړل د دجال د فتنې نه په امن شي او په بل روايت کې دي آخر د سورت الکهف .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email