د سهار او ماښام اذکار

د صباح (سبا) او مساء (ماښام) اذکار

اول (۱):

سبا سل ځله او ماښام سل ځله «سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِهِ » ويل : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « مَنْ قَالَ حِينَ يُصْبِحُ وَحِينَ يُمْسِي : سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ مِائَةَ مَرَّةٍ ، لَمْ يَأْتِ أَحَدٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِأَفْضَلَ مِمَّا جَاءَ بِهِ إِلَّا أَحَدٌ قَالَ مِثْلَ مَا قَالَ أَوْ زَادَ عَلَيْهِ»[1] .

ژباړه: څوک چې د سهار او ماښام په وخت (دا ذکر) سل ځلې ووایي، هیڅوک به د قیامت په ورځ له ده څخه غوره عمل ونه لري، مګر هغه څوک چې د ده په اندازه او یا له هغه نه زیات یې دا ذکر ویلی وي.

په بل حديث شريف کې راغلي :«من قال إذا أصبح و إذا أمسى مئة مرة : سبحان الله و بحمده ؛ غفرت ذنوبه وإن كانت أكثر من زبد البحر»[2]

ژباړه: څوک چې سل ځله سبا او ماښام «سبحان الله  و بحمده » ووايي ، ده ته به د ګناهونو مغفرت وشي که څه هم د بحر د جګ يا کف په څير وي .

دوهم (۲):

 سبا دری ځله او ماښام دری ځله ويل :«رَضِيتُ باللهِ ربًّا وبالإسلامِ دينًا وبمحمدٍ نبيّا» .

ژباړه : زه په دې باندې راضي يم چې الله (جل جلاله) مې رب دی ، اسلام مې دين دی او محمد (صلی الله عليه وسلم ) مې نبي دی.                       رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ قَالَ حِينَ يُصْبِحُ وَحِينَ يُمْسِي ثَلاَثَ مَرَّاتٍ: رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالإِسْلاَمِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَبِيًّا، كَانَ حَقًّا عَلَى اللهِ تَعَالَى أَنْ يُرْضِيَهُ»[3] .

يعنې: څوک چې د سهار او ماښام په وخت دری ځله ووايي « رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا ……» نو په الله تعالی حق دی چې هغه به د قيامت په ورځ خوشالوي .

دريم (۳):

يوازې سهار دری ځله ويل: « سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ ، عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةَ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ»[4]

ژباړه : پاک دی الله، او هغه لره غوره ستاینه ده، د ده د مخلوقاتو د شمیر په اندازه، او د ده د رضا (په اندازه)، او د ده د عرش د وزن په(اندازه)، او د ده د کلماتو د سیاهي (په اندازه).

څلورم (۴):

 سهار او ماښام اووه ځله ويل « حَسْبِيَ اللَّهُ لا إِلهَ إِلاَّ هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ » .

ژباړه : بس دی ماته هغه الله پاک چې پرته له هغه بل د عبادت لايق نشته ، پر هغه مې توکل کړی ، او هم دی د لوی عرش څښتن دی .

په فضيلت د دغه دعا کې له ابی الدرداء څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

«مَنْ قالَ فِي كُلّ يَوْمٍ حِينَ يُصْبحُ، وَحِينَ يُمْسِي: [حَسْبِيَ اللَّهُ لا إِلهَ إِلاَّ هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ[ سَبْعَ مَرَّاتٍ كَفَاهُ اللَّهُ تَعالى ما أهمَّهُ مِنْ أمْرِ الدُّنْيا والآخِرَةِ»[5] .

يعنې : څوک چې دا ذکر (حَسْبِيَ اللَّهُ لا إِلهَ إِلاَّ…) په هره ورځ کې سهار او ماښام اووه ځلې ووايي ، الله پاک به يې د دنيا او آخرت د کارونو او انديښتنو لپاره ورته کافي وګرځوي .

پنځم (۵):

 سهار او ماښام دری ځله ويل « بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لاَ يَضُرُّ مَع اسْمِهِ شيء في

الأرضِ ولا في السماءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعلِيم »

ژباړه : د هغه الله په نوم چې له نامه سره يې هيڅ شی په ځمکه او آسمان کې ضرر نه رسوي ، او هغه ښه اوريدونکی ، ښه پوه دی .

عثمان بن عفان رضی الله عنه روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « مَا مِنْ عَبْدٍ يَقُولُ في صَبَاحِ كلِّ يَوْمٍ ومَسَاءٍ كلِّ لَيْلَة: بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لاَ يَضُرُّ مَع اسْمِهِ شيء في الأرضِ ولا في السماءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعلِيم، ثلاثَ مَرَّات، إِلاَّ لَمْ يَضُرَّهُ شَيءٌ »[6] .

ژباړه : کوم بنده چې په هره ورځ کې سهار او ماښام « بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي…. » دری ځله ووايي نو هغه ته به هيڅ شی ضرر ونه رسوي .

او د ماښام پر مهال دا ذکر ويل کيږي «أعُوذُ بِكَلماتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ منْ شَرِّ ما خَلَقَ »[7] (رواه مسلم).

ژباړه : د الله پاک په بشپړ کلام سره د هغه د مخلوقاتو له شر نه پناه غواړم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو کس راغی چې لړم چيچلی وو نو هغه (صلی الله عليه وسلم) د دغو کلماتو ويلو ارشاد ورکړ .

شپږم (۶):

 سهار او ماښام دری ځله (قل الله أحد ) او معوذتين (قل اعوذ برب الفلق

، قل اعوذ برب الناس) ويل.

د عبدالله بن خُبيب رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته وفرمايل :

« اقْرا: قُلْ هوَ اللَّه أَحَد، والمعوِّذَتَيْن حِينَ تُمْسِي وَحِينَ تُصبِح، ثَلاثَ مَرَّاتٍ تَكْفِيكَ مِنْ كلِّ شَيْءٍ »[8].

ژباړه : د سهار او ماښام په وخت دری ځله قل الله احد ، معوذتين ووايه ستا لپاره د هر شي کفایت کوي .

اووم (۷):

سهار او ماښام دری ځله ويل « يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيثُ أَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ، وَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ »[9].

ژباړه : ای د کامل ژوند څښتنه ! ای د کائناتو تدبيرونکيه ! ، ستا په رحمت سره فرياد کوم او مدد غواړم ، زما ټول کارونه برابر کړي او زما نفس ( او خواهشاتو ) ته مې د سترګې د رپ په اندازه هم مه سپارې .

پورته دعا رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلې لور فاطمې رضی الله عنه ته ښودلی ده .

آتم (۸):

 سهار او د ماښام لمانځه نه وروسته لس ځله ويل « لا إلهَ إلَّا اللهُ وحدَه لا

شريكَ له له الملكُ وله الحمدُ وهو على كلِّ شيءٍ قديرٌ »

ژباړه: نشته لائق د عبادت مګر الله دی ، هغه يو دی ، شريک نلري ، ده لره ټولواکي ده ، او هغه لره پوره ستاينه ده ، او هغه پر هر څه قادر دی .

له ابی ایوب رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَن قال إذا أصبَح: (لا إلهَ إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له له الملكُ وله الحمدُ وهو على كلِّ شيءٍ قديرٌ) عشْرَ مرَّاتٍ كُتِب له بهنَّ عشْرُ حسناتٍ ومُحي بهنَّ عنه عشْرُ سيِّئاتٍ ورُفِع له بهن عشْرُ درجاتٍ وكُنَّ له عَدْلَ عِتاقةِ أربعِ رقابٍ وكُنَّ له حرَسًا مِن الشَّيطانِ حتَّى يُمسيَ ومَن قالهنَّ إذا صلَّى المغربَ ( مَن قال دبُرَ صلاتِه إذا صلَّى: لا إلهَ إلَّا اللهُ وحدَه دبُرَ صلاتِه فمِثلُ ذلك حتَّى يُصبِحَ»[10] .

ژباړه : څوک چې سهار لس ځله ووايي : «لا إلهَ إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له له الملكُ وله الحمدُ وهو على كلِّ شيءٍ قديرٌ » نو هغه ته به لس نيکۍ وليکل شي ، او لس ګناهونه به يې وبخښل شي ، او لس درجې به يې لوړې شي ، د څلورو مريانو د آزادولو په اندازه (اجر) به ورکړل شي ، او تر ماښام پورې به له شطان څخه په امان وي او همدارنګه که د ماښام د لمانځه وروسته يې ولولي هم دومره ثواب لري او يا يې که څوک د لمانځه وروسته ووايي په همدې شان ثواب لري .

نهم (۹) :

 يو ځل د سهار او ماښام دعا ويل :

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به سهار داسې ويل « اللَّهُمَّ بِكَ أَصْبحْنَا وبِكَ أَمسَيْنَا وبِكَ نَحْيا، وبِكَ نَمُوت، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ » .

ژباړه : ای الله (ستا په حکم ) مونږ سهار کړو ، او (ستا په حکم سره ) مونږ ماښام کړو ، او ستا (په حکم سره ) ژوند کوو ، او ستا (په حکم سره) مرو ، او تالره بيا درتګ دی .

او کله به چې ماښام شو داسې به يې ويل : « اللَّهُمَّ بِكَ أَمْسَيْنَا، وبِكَ نَحْيا، وبِك نمُوتُ وإِلَيْكَ المَصِير »[11] .

ژباړه: ای الله (ستا په حکم ) مونږ ماښام کړو ، او ستا (په حکم ) ژوند کوو ، او ستا (په حکم ) مرو ، او تا لره مو بيرته درتګ دی.

لسم (۱۰) :

ابن مسعود رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سهار داسې ويل: « أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ الْمُلْكُ لِلَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . رَبِّ إنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَ مَا فِي هَذِاِ اليَوم وَخَيْرَ مَا بَعْدَهُ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِاِ اليَوم وَشَرِّ مَا بَعْدَهُ . رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكَسَلِ وَسُوءِ الْكِبَرِ . رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابٍ فِي النَّارِ وَعَذَابٍ فِي الْقَبْرِ»[12] .

ژباړه :سهار شو پر مونږ او ټولواکي ټوله خاص الله لره ده ، او ټوله غوره ستاينه الله لره ده ، د الله پرته بل معبود برحق نشته ، هغه يو دی ، شريک نلري ، او هغه پر هر څه قادر دی ، ای ربه! پدې ورځ کې چې څه خير دی ، او ددې وروسته چې څه خير دی زه له تانه د هغه سوال کوم، او پدې ورځ کې چې څه شر دی او له هغه نه وروسته چې څه شر دی له هغه څخه پر تا پناه غواړم ، ای ربه ! په تا سره له ټنبلۍ ، او د لوی عمر بدوالي او ذلت څخه پنا غواړم ، ای ربه ! د دوزخ او قبر له عذاب څخه پر تا پناه غواړم .

د ماښام پر مهال به د « أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ» پر ځای «أمسَيْنَا وَ أمسی» وايي .

او د «الیَوم » پر ځای به « اللَّيْلَةِ » وايي.

يوولسم (۱۱):

 د سهار د لمانځه وروسته دا دعا ويل « اللّٰهم إنّي أسْألُك علمًا نافعًا، ورزقاً طيِّبًا، وعمَلًا متقبَّلًا»[13]

ژباړه : ای الله ! زه له تانه د ګتور علم ، پاکې روزۍ ، او قبول شوي عمل سوال کوم .

ام المؤمنين أم سلمة رضی الله عنها روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله د سهار لمونځ ادا کړ دا دعا « اللّٰهم إنّي أسْألُك علمًا نافعًا….» به يې لوستله .

دوولسم (۱۲) :

سهار او ماښام دا دعا ويل «أَصْبَحْنَا عَلَى فِطْرَةِ الْإِسْلَامِ وَعَلَى كَلِمَةِ الْإِخْلَاصِ وَعَلَى دِينِ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَى مِلَّةِ أَبِينَا إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنْ الْمُشْرِكِينَ»[14].

ژباړه: مونږ سهار كړو په فطرت د اسلام، او په كلمه د اخلاص، او په دين د محمد (صلی الله عليه وسلم) او په طريقه زمونږ د (روحاني) پلار ابراهيم (عليه السلام) چې حق ته ماېل وو، او له مشركانو څخه نه وو.

يادونه : د ماښام په وخت کې به د «َ أصْبَحْنَا» پر ځای « أَمْسَيْنَا » وايي.

ديارلسم (۱۳):

 د اسلام لومړي خليفه حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه عرض وکړ چې يا رسول الله ! ما ته داسې کلمات را وښيه چې سهار او ماښام يې وايم ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وفرمايل چې دا اذکار وايه:«اللَّهُمَّ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَاطِرَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ ، رَبَّ كُلِّ شَيْءٍ وَمَلِيكَهُ أَشْهَدُ أَنَّ لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ نَفْسِي وَمَنْ شَرِّ الشَّيْطَانِ وَشِرْكِهِ»[15] .

ژباړه : ای الله ! په پټو او ښکاره عالمه ! ای د آسمانونو او ځمکې پيدا کونکيه ! ای د هر شي پالونکيه او واکمنه ! زه شاهدي ورکوم چې پرته ستا بل د عبادت وړ معبود نشته ، زه پر تا باندې د خپل نفس د شر نه ، او د شيطان د شر او شرِک نه پناه غواړم .

:« اللَّهُمَّ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَاطِرَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ ، رَبَّ كُلِّ شَيْءٍ وَمَلِيكَهُ………….. » .

څوارلسم (۱۴) :

 سهار او ماښام دا دعا ويل :« اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَاتِي وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ وَمِنْ خَلْفِي وَعَنْ يَمِينِي وَعَنْ شِمَالِي وَمِنْ فَوْقِي وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ مِنْ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تحتي»[16] .

ژباړه : ای الله ! زه له تانه په دنيا او آخرت کې د معافۍ او سلامتۍ سوال کوم ، ای الله ! زه له تانه په خپل دين او دنيا کې او پخپل اهل او مال کې د معافۍ او سلامتۍ سوال کوم ، ای الله ! زما غيبونه پټ کړې ، او ويره را څخه لرې کړې ، ای الله ! ما د مخې نه ، او د شا نه ، او ښي خوا نه ، او د چپې خوا نه ، او د پورته خوا محفوظ کړې ، او زه ستا په لويی سره له دې نه پناه غواړم چې د لاندې خوا نه ناڅاپه هلاک شم .

ابن عمر رضی الله عنهما روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅکله هم په سهار او ماښام کې دغه کلمات نه دي ترک کړي « اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ….. »

پنځلسم (۱۵) :

 سهار يا ماښام او يا د ورځې او شپې په کوم حصه کې «سيد الاستغفار» ويل :

«اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ»[17].

ژباړه : ای الله ! ته زما پروردګار يې ، بيله تا نه بل د عبادت وړ او لائق نشته ، تا زه پيدا کړی يم ، او زه دې بنده يم ، او زه د خپل توان سره ستا پر عهد او وعده ولاړ يم ، زه په تا سره د خپلو کړو له شر نه پناه غواړم ، زه ستا په هغه نعمت اقرار کوم چې ما ته دې راکړی ، او په خپله ګناه اقرار کوم ، نو ما ته بخښنه وکړې ، چې ستا څخه پرته بل څوک ګناه نشي بخښلای .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايلي : کوم بنده چه په اخلاص او د زړه په يقين سره د ورځې په څه حصه کې د الله په حضور کې دا عرض وکړي (اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا….) او په دغه ورځ د شپې شروع کیدو نه مخکې مړ شي نو بې شکه دی به جنت ته ځي او همدارنګه که د شپې په څه حصه کې د الله تعالی په حضور کې دا عرض وکړي او د سبا کيدو نه مخکې دی مړ شي بې شکه دی به جنت ته ځي (

شپاړسم (۱۶) :

سهار او ماښام دا دعا ويل : «اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَدَنِيْ، اَللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ سَمْعِيْ، اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَصَرِيْ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكُفْرِ وَالْفَقْرِ، اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوذُ بِكَ مِنَ عَذَابِ الْقَبْرِ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ»[18] (درې ځله)

ژباړه: ای الله! ما ته په بدن كې روغتيا راكړې، ای الله! ما ته په غوږونو كې روغتيا راكړې، ای الله! ما ته په سترګو كې روغتيا راكړې، بي له تا نه بل د عبادت لايق نشته، ای الله! زه پناه غواړم په تا سره له كفر او فقر نه، ای الله ! زه پناه غواړم په تا سره د قبر له عذاب نه، بي له تا نه بل د عبادت وړ لايق نشته.

اوولسم (۱۷) :

 پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې ډير ډير درود ويل .

د جمهورو علماؤ قول دا دی چې درود ويل له مطلق اذکارو څخه دی ، يعنې د عدد او شمير پرته هر وخت يې زيات ويل فضيلت لري .

امام طبراني رحمه الله روايت نقل کړی دی چې : له ابي الدرداء څخه

روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من صلى على حين يصبح عشرا، وحين يمسي عشرا، أدركته شفاعتي يوم القيامة»[19] .

ژباړه : څوک چې پر ما باندې سهار او ماښام لس ځله درود واستوي ، نو د قيامت په ورځ به زما شفاعت ومومي .

د سهار او ماښام د اذکارو خلاصه

۱- «سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِهِ » (سهار او ماښام ۱۰۰ ځله) .

۲- «رَضِيتُ باللهِ ربًّا وبالإسلامِ دينًا وبمحمدٍ نبيّا»

(سهار او ماښام ۳ ځله).

۳- « سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ ، عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةَ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ»[20] (يوازې سهار ۳ ځله ).

۴– « حَسْبِيَ اللَّهُ لا إِلهَ إِلاَّ هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ » .

(سهار او ماښام ۷ ځله ).

۵- « بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لاَ يَضُرُّ مَع اسْمِهِ شيء في الأرضِ ولا في السماءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعلِيم » (سهار او ماښام دری ځله ).

او د ماښام پر مهال دا ذکر ويل کيږي «أعُوذُ بِكَلماتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ منْ شَرِّ ما خَلَقَ »

۶- «قل الله أحد ….» ، معوذين «قل اعوذ برب الفلق »، «قل اعوذ برب الناس» (سهار او ماښام دری ځله) .

۷- « يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيثُ أَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ، وَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ » (سهار او ماښام ۳ ځله ).

۸- « لا إلهَ إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له له الملكُ وله الحمدُ وهو على كلِّ شيءٍ قديرٌ » (سهار او ماښام ۱۰ ځله ).

ژباړه: نشته لائق د عبادت مګر الله دی ، هغه يو دی ، شريک نلري ، ده لره ټولواکي ده ، او هغه لره پوره ستاينه ده ، او هغه پر هر څه قادر دی .

له ابی ایوب رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

او د ورځې په هره برخه چې وي سله ځله لوستل :«لا إلهَ إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له له الملكُ وله الحمدُ وهو على كلِّ شيءٍ قديرٌ »

 ۹- يو ځل سهاد دا دعا لوستل :«اللَّهُمَّ بِكَ أَصْبحْنَا وبِكَ أَمسَيْنَا وبِكَ نَحْيا، وبِكَ نَمُوت، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ » .

او يو ځل ماښام دا دعا لوستل : « اللَّهُمَّ بِكَ أَمْسَيْنَا، وبِكَ نَحْيا، وبِك نمُوتُ وإِلَيْكَ المَصِير ».

۱۰- « أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ الْمُلْكُ لِلَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . رَبِّ إنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَ مَا فِي هَذِاِ اليَوم وَخَيْرَ مَا بَعْدَهُ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِاِ اليَوم وَشَرِّ مَا بَعْدَهُ . رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكَسَلِ وَسُوءِ الْكِبَرِ . رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابٍ فِي النَّارِ وَعَذَابٍ فِي الْقَبْرِ»[21] (يو ځل سهار او ماښام ).

د ماښام پر مهال به د « أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ» پر ځای «أمسَيْنَا وَ أمسی» وايي .

او د «الیَوم » پر ځای به « اللَّيْلَةِ » وايي.

۱۱- « اللّٰهم إنّي أسْألُك علمًا نافعًا، ورزقاً طيِّبًا، وعمَلًا متقبَّلًا»[22](يو ځل سهار ).

۱۲- «أَصْبَحْنَا عَلَى فِطْرَةِ الْإِسْلَامِ وَعَلَى كَلِمَةِ الْإِخْلَاصِ وَعَلَى دِينِ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَى مِلَّةِ أَبِينَا إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنْ الْمُشْرِكِينَ» (سهار او ماښام يو ځل ).

يادونه : د ماښام په وخت کې به د «َصْبَحْنَا» پر ځای « أَمْسَيْنَا » وايي.

۱۳-:«اللَّهُمَّ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَاطِرَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ ، رَبَّ كُلِّ شَيْءٍ وَمَلِيكَهُ أَشْهَدُ أَنَّ لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ نَفْسِي وَمَنْ شَرِّ الشَّيْطَانِ وَشِرْكِهِ» (سهار او ماښام يو ځل ).

۱۴-:« اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَاتِي وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ وَمِنْ خَلْفِي وَعَنْ يَمِينِي وَعَنْ شِمَالِي وَمِنْ فَوْقِي وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ مِنْ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تحتي» (سهار او ماښام يو ځل).

۱۵«اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ» (سهار يا ماښام يو ځل يا د ورځې او يا شپې په کومه حصه کې ).

۱۶-: «اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَدَنِيْ، اَللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ سَمْعِيْ، اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَصَرِيْ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكُفْرِ وَالْفَقْرِ، اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوذُ بِكَ مِنَ عَذَابِ الْقَبْرِ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ» (سهار او ماښام درې ځله)

۱۷- اللّٰهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ عَلٰى نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ (لس ځله).

نوټ : دلته يوازې هغه اذکار را ټول شوي چې د روايت اسناد يې صحيح او حسن دي د کومو اذکارو چې اسناد ضعيف او يا پکې اختلاف دی نه دي ذکر شوي ځکه په فضائلو کې په ضعيف روايت باندې د عمل کولو په اړه د علماوو اختلاف دی .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه مسلم :۲۶۹۲ .

[2] – صحيح الترغيب :۶۵۳.

[3] – رواه أحمد (۱۸۹۶۷)، أبو داود (۵۰۷۲)، وابن ماجه (۳۸۷۰)، والنسائي في اليوم والليلة (۵۶۵).

[4] – رواه مسلم : (۲۷۲۶) .

[5] – رواه ابؤداود : (۵۰۸۱) ، و النسائي في اليوم والليلة (۵۷۰) ، وقد حسَّنه ابن حجر؛ نتائج الأفكار (۲/ ۳۸۵) .

[6] – رواه ابؤداود : (۵۰۸۸) ، والترمذي : (۳۳۸۸) و قال حديث حسن صحيح .

[7] – رواه مسلم : (۲۷۰۹) .

[8] – رواهُ أَبو داود: (۵۰۸۲) ،والترمذي: (۵۳۵۷)وقال: حديثٌ حسن صحيح وصححه النووي في “الأذكار” (ص۱۰۷).

[9] – رواه النسائي في الکبری : (۲۲۷) ، و سلسلة الصحيحة : (۲۲۷) .

[10] – صحيح ابن حبان ۲۰۲۳، صحيح الترغيب ۴۷۴.

[11] – رواه أبو داود (۵۰۶۸) والترمذي (۳۳۹۱) والنسائي في “الكبرى” (۱۰۳۲۳) بالسناد صحيح .

[12] – رواه مسلم : (۲۷۲۳).

[13] – رواه احمد و ابن ماجه:۷۶۲  بالسناد صحيح.

[14] – رواه أحمد ۱۴۹۳۸، والطبراني في الدعاء :۹۳۸ و سلسلة الصحيحة:۲۹۸۹ ، و تحفة الذاكرين ۱۱۶.

[15] – مسند أحمد باسناد صحيح ۱/۴۳،الترمذي صحيح حسن ۳۳۹۲ ، صحيح ابن حبان ۹۶۲.

[16] – رواه البخاري في الأدب المفرد- ۱۲۰۰، ابؤداود ، النسائي- ۵۰۷۴، وابن حبان -۹۶۱.

[17] – رواه البخاري : (۶۳۰۶) .

[18] – رواه أحمد ۱۹۹۱۷ ، ابؤداود :۵۰۹۰ ، جامع الصغير :۱۵۰۴ وحسنه الألباني في “صحيح أبي داود.

[19] – رواه الطبراني بالسناد حسن .

[20] – رواه مسلم :۲۷۲۶ .

[21] – رواه مسلم :۲۷۲۳.

[22] – رواه احمد و ابن ماجه:۷۶۲  بالسناد صحيح.

Print Friendly, PDF & Email