هغه اذکار او تسبيحات چې په عدد سره مقيد شوي دي ، شميرل يې د ګوتو په بندونو باندې افضل دي ځکه چې ګوتې د قيامت په ورځ مسئولې او په بنده باندې ګواهي ورکوي .

په دليل د دغه حديث :« عليکن بالتسبيح و التهليل و التقديس ، و اعقدن بالأنامل ، فانهن مسؤولات مستنطقات » (رواه ابوداود و الترمذي ).

تسبيحات په دواړو لاسونو ښي او چپ سره جايز دی مګر په د ښي لاس په ګوتو باندې افضل دی .

والأمر في ذلك واسع ، ولا حرج في استعمال أنامل اليدين جميعاً كما هو ظاهر من حديث يسيرة المتقدم ، ولكن استعمال أنامل اليد اليمنى في ذلك أفضل ؛ لما تقدم (فتاوى اللجنة الدائمة ۷ / ۱۰۵ – ۱۰۷ ) .

د لاس د ګوتو پرته په تسبيح سره شميرل جايز دي او د تسبيح کارول بدعت نه دی ځکه تسبيح د ذکر د شميرلو وسيله ده . مګر د لاس د ګوتو په بندونو سره شميرل افضل دي (اذکار الصباح و المساء ص: ۳۵ ).

أَنَّ الْعَقْدَ بِالأَنَامِلِ أَفْضَلُ لا سِيَّمَا مَعَ الأَذْكَارِ بَعْدَ الصَّلاةِ ، أَمَّا فِي الأَعْدَادِ الْكَثِيرَةِ الَّتِي يُلْهِي الاشْتِغَالُ بِعَدِّهَا عَنِ التَّوَجُّهِ لِلذِّكْرِ فَالأَفْضَلُ اسْتِعْمَالُ السُّبْحَةِ (الموسوعة الفقهية ج ۲۱ ص ۲۵۹).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email