د ذِکر مراتب

افضل ذکر هغه دی چې په زړه ، ژبه او اندامونو سره وي لکه : لمونځ .

بيا هغه ذکر چې په ژبه او زړه يعنې د زړه حضور او تدبر سره وي لکه : د قرآن تلاوت ، تسبيحات .

او د ژبې پرته يوازې د زړه ذکر لکه : د الله تعالی په قدرتونو کې تفکر کول ، خوف ، رجاء او نور .

او کچېرې د تدبر ، فکر او د زړه د حضور پرته يوازې په ژبه باندې ذکر وشي ثواب لري د ذکر د مراتب څخه يو مرتبه ده ځکه ژبه په حق باندې مشغوله وي .

آيا د قرآن تلاوت افضل او که تسبيحات ، تهليل او تکبير ويل ؟

ځواب : د قرآن تلاوت افضل ذکر دی .

په دليل د دغه حديث شريف :

«أفضل الکلام بعد القرآن أربع وهی من القرآن لا يضرک بأيهن بدأت : سبحان الله ، و الحمدلله ، ولا اله الا اللله ، و الله أکبر» (رواه ، احمد ، مسلم و ابن حبان ).

يعنې : د قرآن څخه غوره کلام دا څلور دي چې له قرآن څخه دي : «سبحان الله ، و الحمدلله ، و لااله الا الله ، و الله أکبر » باک نه کوي چې هرې يوې تسبيح څخه پيل وکړې ( ترتيب پکې ضرور نه دی).

او همدارنګه مسنونه او مأثور اذکار پخپل وخت کې تر نورو اذکارو څخه غوره دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email