د ذکر آداب

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلاَ تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ] (الأعراف:۲۰۵) .

ژباړه: او خپل رب په خپل زړه کې (له ځانه سره ) په زارۍ او وېره ،او په ټيټ نه په لوړ آواز په سبا او بيګا کې ياد کړه او له غافلانو څخه مه کيږه .

په پورته آيت کريمه کې د ذکر لپاره اووه آداب بيان شوي دي :

اول – اخلاص :ذکر عبادت دی او د هر عبادت د قبول لپاره دوه شرطونه دي :

الف): اخلاص لله ، يعنې عبادت به خاص د الله تعالی لپاره وي د ريا ، شرک او منافقت څخه پاک وي .

ب ): اتباع رسول الله ، عبادت به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه ادا کږي .

دوهم – تضرع ، سکون او اطمنان او د بيړې او تيزی ترک کول .

دريم – په زړه کې د الله تعالی نه (خوف او رجاء) او د هغه د اسماء او صفاتو احترام او عظمت .

څلورم – ذکر به د جهر (په زوره ) او خفيه (په ورو ) تر منځ وي ، يعنې په دومره اندازه چې په غوږونو سره د ذکر الفاظ وارويدل شي .

په موسوعة الفقهيه کې راغلي : فَيَنْبَغِي أَنْ لا يَجْهَرَ بِالذِّكْرِ فَوْقَ مَا يُسْمِعُ نَفْسَهُ ؛ لأَنَّ ذَلِكَ أَقْرَبُ لِلْخُشُوعِ وَأَبْعَدُ مِنَ الرِّيَاءِ.

يعنې : ښايي چې ذکر په زوره نه وي بلکي دومره اندازه چې خپله يې سړي واروي ځکه دا خشوع ته لنډ او د رياء څخه لرې دی.

پنځم – دا چې ذکر به په زړه او ژبه سره وي .

شپږم – ذکر به د سبا او ماښام په وخت کې وي ځکه چې دغه وخت زړه له دنیوي مشغلوتياوو فارغ وي .

اوم – د زړه حضور ،ذکر به د زړه په يقين او حضور سره وي ، ډير خلک د تدبر او د زړه له حضور څخه غافله وي .

د سيد الاستغفار په حديث کې راغلي «من قالها مؤقناً بها» ( څوک چې په يقین او حضور سره وايي).

د تدبر او د زړه له حضور څخه خالي زړه سره ذکر کول داسې دی لکه يو مريض چې درمل واخلي خو د هغه د خوراک په اندازه او وخت نه پوهيږي نو د هغه به څه فائده وي ؟

ذکر کوونکی به د ذکر پر مهال تدبر او حضور لرونکی وي او په دې به پوهيږي چې څه وايم .

ډير کسان داسې دي چې کله درسره خبرې کوي او يا ستا خبرو ته غوږ وي نو د هغه په لاس کې تسبيح وي او ذکر کوي ، نه پوهيږم چې دا څنګه ذکر دی ؟ غوږ دې چېرې ، فکر دې چېرې او څه وايي ؟

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email