ذِکر په لغت کې يادول ، ثنا او صفت ، لمونځ ، دعا ، شکر ، اطاعت ، د قرآن قرائت ، تسبيح او تمجيد ته وايي .

په اصطلاح کې دوې معناوې لري عام او خاص .

الف)عام : شامليږي ټولو عباداتو لره لکه : لمونځ ، زکات ، روژه ، حج ، جهاد ، أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د قرآن تلاوت، تسبيح ، تمجيد ، د الله تعالی په قدرتونو کې فکر کول ، د علم شرعي حاصلول ، د منکراتو او ناروا څخه ځان ساتل ذکر بلل کيږي .

ب )خاص : په داسې الفاظو د الله تعالی ذکر کول چې په کتاب الله او سنتو کې ثابت وي لکه : تسبيح ، تمجيد او ټول مأثور اذکار کوم چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوي وي.

Print Friendly, PDF & Email