د ان لاين اسلامي لارښود ټولو کارکونکو ته زموږ سلامونه او نيکي هيلي قبولي کړئ
ممکن تاسي هم په جريان کښي ياست
چه د حج او اوقافو رياستونو په ټولو ولايتونو کښي د ١٤٠١ نه تر ١٤٠٥ ه ش کال پوري د حاجيانو  نوم ليکنه شروع کړي او ٥٠٠ دالر په کابل بانک کښي تحويلوي ټولو ته معلومه ده چه دغه پيسي ٥ کاله د کابل بانک په سودي سيستم کښي په دوران کښي وي  او دنوموړي بانک سودي سيستم تقويه کوي او حج ته تلونکي خلک دولت دغه سيستم ته مجبوره کړي دي  اوس زما سوال دادي چه په دغه صورت کښي د حاجي شرعي مکلفيت او مسوليت څه شي دي  ايا حج پريږدي اوکه د حج لپاره د کابل بانک سودي نظام تقويه کړي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا يو عام مشکل دی واضح خبره ده چې د رژيم مالي سيستم سودي دی او بل شرعي بديل او لاره وجود نلري ، څوک چې توان لري د هغوی لپاره د تأخير او ځنډ شرعي دليل وجود نلري ، عامه خلکو ته ګناه نه ده ، د حجاج کرامو حج صحيح دی .

د تاسې پوښتنې ته ورته پوښته له ترکيه څخه يو کس کړې ده چې دلته بانکي سيستم سودي دی او د حج لوی مقدار پيسې د سودي بانک سره مرسته ده او ددې لارې پرته کومه بله شرعي لار نشه نو په دې حالت کې په توانا باندې حج فرض دی ؟

د افتاء دايمې ټولنه (اللجنة الادائمة) يې په ځواب ليکي : حج صحيح دی او بيان شوی صورت د حج د تأخير لپاره عذر نشي کيدای .

سوال: يجب على مَنْ يريد الحج هنا في تركيا أن يضع مبلغًا وقدره 125 ألف ليرة تركي – كما أعلم – في البنك، وهو مبلغ كبير جدًا، مع العلم أن البنوك ربوية ولا توجد وسيلة للذهاب إلى الحج إلا هذه الوسيلة، فهل الحج في هذه الحالة فرض على المسلم المقتدر، وإذا حج المسلم هل يكون حجه صحيحًا، مع العلم أنه ساعد البنوك الربوية والدولة؟

ج4: الحجُّ صحيحٌ، وما ذُكِرَ لا يعتبر عذرًا في تأخير الحجِّ إذا كان صاحبه قادرًا على ذلك.

وبالله التوفيق، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم.

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء

Print Friendly, PDF & Email