هغه امريکا چه ما وليده

‎ټولو وروڼو او خویندو او خصوصاً د امریکا شوقیانو ته دې ډالۍ وي، ددې مطلب لوستل به تاسې ته د امریکا ریښتینې څیره در وپیژنې، په پوره غور سره یی تر پایه ولولئ.

څو کاله پخوا زنګ وهلي امريکې ته ولاړم، د واشنګتن، ويرجينيا او نيويارک ښارونه مې را وکتل، پخوا ما فکر کاوه چه امريکا به ښه ځاي وي، هلته به خوندونه وي، ښه ژوند به وي، پرمختګونه به وي، ګټې وټې به وي، خو خوښه مې نشوه او هلته هیڅ هم نه وو او نه هم شته, ځکه پوه شوم چه هغه وطن د ډار، قتل، بي امنۍ،لوږې، بې وزلۍ، چور او چپاوول، مالیاتو او د بې کورئ وطن دی، هسې يې خلک په نامه غوليدلي او فکر کوي چه امريکا به بلاتشبه جنت غوندې ښایسته وي, خو نه! نه داسې نده! هر څه يې تاريخ تير او زاړه دي, د برق پايي يې د لرګي دي او د کيبلونو حال يي زموږ د اروزګان د برق د کیبلونو حالت ته ورته دی داسې چه بې حسابه مزې په غیر منظم ډول په پایه نښتي دي چه حیران به شې او غټ، غټ موږکان پکې نغرې کوي, مترو او ريل ګاډي يي داسي زاړه او زنګ وهلي دي، داسي ګړبار او درزار يي ځي ته به وايي چه کوم ټانګ یا تراکتور کې سپور یم.

‎په واشينګټن کې ماښام دوکانونه, هوټلونه او هر څه بنديږي او توره تياره وي، د شپي بيرون ته نشي وتلاي، تر سلو ډالرو زيات په جيب کې نشې ګرځولاي، که چا ودرولې نو هر څه به ورته سپارې، دليل به هم نه ورسره وايي که نه په ټنډه دې په تومانچه ولي او یا به د خدای مکړه په چاړه سورئ سورئ کړي. د امریکا غږ د راډیو د راپور له مخې : د امریکا په متحده ایالاتو کې په وسله وال تاوتریخوالي کې هر کال په زرګونو وګړي وژل کیږي. د “وسله وال تاوتریخوالي د ارشیف” د رپوټ له مخې په ٢٠١٦ کال کې د تاوتریخوالي کې څه د پاسه ٥٨ زره پیښو کې څه دپاسه ١٥ زره کسان وژل شوي دي او لږ تر لږه دیرش زره پيښو کې ۵۹۲ کسان ټپي شوي دي. شيګاګو چې د امريګا خطرناک ښار بلل کيږي تنها په دغه ښار کې په ٢٠١٦ کال کې شاوخوا ۷۶۲ تنه – تقریباً په ورځ کې دوه تنه – په وسله وال تاوتریخوالي کې په دې ښار کې وژل شوي.

نازکې نجونه يي هره یوه يو يا دوه سپي لري،ځینې تنکۍ نجونه يي د نیویارک په ټايمز سکوير کې شوګانې او نڅاوې کوي او یا ټکټونه خرڅوي او يا د بربنډ سړي چه يو رباب يې په څنګ کې وي د هغې سره انځورونه اخلي، ترڅو خلک ته خوښي ورکړي.

ليونيان پکې بي حسابه دي له ځانه سره په لاره خندا او یا ښکنځل کوي،غريبان يي د بس او مترو پر تم ځایونو کې خوب کوي یا خو په سرک ډولک وهي او ځوانان غريبان يي په مترو کې رقص، نڅا او بازۍ کوي ترڅو خلک يو ډالر ورکړي،هغه چه ساز يي نه دی زده مظاهري کوي.

د والدینو نه یی اولادونه پردي دي او واک يي نلري ځکه هلته ډیموکراسي ده او آزادي ده، حتی تردې چه لورګانې يي کور ته هلکان (باي فرينډ) راولي او پلار او مور یی سپینې سترګې ورته ګوري، اولادونه یی د پلار او مور په کیسه کې هم ندي، چه ډیر زاړه شي بیا يې نو لیږي لیلیو ته او هلته د لیونیانو په شان ژوند کوي.

د هر سړي خوراک او چښاک په رفتار کې دی،خلک وظيفو ته تر دريو ساعتونو د موټر مزل کوي، هلته هر سړی لالهانده دی. حيران پدې شوم چه دوي څنګه په نوره نړۍ حکومتونه او ورسره جنګونه کوي؟ ښه به دا وه چه خپل وطن يي جوړ کړی واي.

‎دين يي عيسويت او يهوديت دی، او سيکولار دی، ولاړم کليسا او معبد ته، تر څو وګورم چه يو څه زده کړم، لمونځ يې  د لمونځ په څېر نه وو، نه رکوع وه نه سجده وه پکښې، نر او ښځې پکې ناست وو ، ساز او سرود وو ، بنډارونه او شرابخوري وه .

ما وليدل چه د پارلمان ودانۍ (کپيټول بيلډينګ) ته نژدې کاريګرو د سړکونو په داغونو کې قير په بيلچه اچول او بيا يي په پښو د موزې پواسطه تخته کول، هلته د سړک د ترمیم لپاره ماشينونه هم نه ؤ، عجیبه وه او حيران په دې شوم چه دوي دلته موږ ته څنګه درس (کپسيټي بيلډينګ) راکوي؟

دا هغه څه دی چه ما ولیدل.

امريکا ته د څه لپاره ځئ؟

 هغوی خو غواړي تر څو مونږ تاسي ووژنې او مو شړي، هغه د تاسي کورونه او مسجدونه ورانوي، او تاسی ور روان یی د امریکا تابیعیت اخلئ؟   آیا د تا خوښیږي چه دوی ته مالیه ورکړې او بیا دوی د تا د مالیی په پیسو پر ګناه مسلمانانو بمونه ووروي؟ آیا پخپل لاس ځان او اولاد تباه کوئ؟ وروره تیر شه تر دې عصری ژوند، الله به دلته هم روزی درکړې، خپل آخرت مه تباه کوه.

امریکا موږ ته د تروریستانو خطاب کوي، عجیبه ده؟ موږ په هیرشما باندې اتومي بم نه دي اچولی، زموږ بی دوه پنځوس په خلکو بمبار ندی کړئ، موږ هره ورځ په زرهاوو بیګناه انسان نه وژنو، مونږ داسی وسلې او اتومی بمونه نلرو، موږ فساد د ځمکې پر مخ ندی تیت کړئ، په نړۍ کې موږ قانونی حمکومتونه ندې ړنګ کړي، موږ د نورو معدنونه او پترول ندی غلا کړي، بلکه دا او نور ډیر څه هم دوی کړي او کوي یی، عجیبه دا ده چه بیا همدغه امریکا ځان را ته د نړۍ قاضي جوړوي او د نورو ملکونو قضاوتونه او قیصلې ورکوي.

دا هغه څه دی، حقیقت او واقعیت دی او د امریکا واقعی او اصلی څیره ده چه ما پخپله ولیده او تاسی یی هم وینئ– ورشه چه خبر شئ!

انجنير محمد

Print Friendly, PDF & Email