زما سلامونه او نيکى هيلى وامنى
زما پوښتنه داده چى يو دينى عالم کولاى شى چى کوچنيو، پيغلو او واده شويو ښځو ته دينى تدريس ورکړى په يوه اوطاق کى بغير د پردى نه؟
ستاسو د ځواب په تمه ځواب بايد په ايات او يا حديث ثابت وى
ځواب که ايميل ته راوليږى مننه به مو وى

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پردې پرته مستقيماً د ښځو په مدارسو کې د نارينه لپاره درس ورکول جواز نلري خطر او فساد دی .

کچېرې ښځينه معلمه نه وي نو  په دې کې څه حرج نشته چې نارينه معلم د پردې تر شا خاص د ښځو په مدارسو کې درس ورکړي ، داسې چې د نارينه او ښځينه زده کوونکو تر مينځ اختلاط (کډون) نه وي او نه به هم د معلم او متعلمينو تر مينځ اختلاط وي .

ځينې نور مصلحتونه هم علماء کرامو ذکر کړی دي لکه:

۳- د امکان په صورت کې به نارينه معلم د لوړ سن لرونکي وي، واده شوی او تقوا داره سړی به وي.

۴- د درس ورکولو په جريان کې به د ضرورت په اندازه خبرې کوي.

۵- په خبرو کولو کې به نرمې نه وي (خبرې به په مينه ناکه او جذابه لهجه) نه وي.

جاء في “فتاوى اللجنة الدائمة” (12/149

لا يجوز للرجل تدريس البنات مباشرة ؛ لما في ذلك من الخطر العظيم والعواقب الوخيمة.

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (۱۲/۱۵۶):

لا حرج في تعليم الرجل المرأة من وراء حجاب في مدارس خاصة بالنساء، لا اختلاط فيها بين الطلاب والطالبات، ولا المعلم والمتعلمات.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email