ســـلام عليکم په جنت کی شپه او ورځ ، لمر ، سپوژمۍ او همدارنګه خوب شته او که نه ؟

حمزه افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په جنت کې نه شپه شته او نه هم ورځ او نه لمر شته او نه هم سپوژمۍ ، بلکي دايمي رڼا ده ، اهل جنت د ورځې مقدار يا سبا او بيګاه د پردو په په اچولو ، لرې کولو ، د دروازو پرانستلو او بندلو سره پيژني .

او همدارنګه په جنت کې خوب نشته ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «النوم أخو الموت، وأهل الجنة لا ينامون» (رواه الطبراني في الأوسط والبزار ورجال البزار رجال الصحيح).

يعنې : خوب د مرګ ورور دی ، او جنتيان خوب نه کوي .

وقال القرطبي – رحمه الله -: “قال العلماء: ليس في الجنة ليل ونهار وإنما هم في نور دائمٍ أبداً، وإنما يعرفون مقدار الليل بإرخاء الحجب وإغلاق الأبواب، ويعرفون مقدار النهار برفع الحجب وفتح الأبواب” طبعاً أهل الجنة لا ينامون لأن النوم حقيقة فيه قطع عن اللذة، وغياب عن النعيم، وحيث أنهم في نعيمٍ دائم فإنهم لا ينامون، قال ابن كثير – رحمه الله – في تفسير قوله تعالى:{لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا}(62) سورة مريم، {تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا}(63) سورة مريم، قال: “أي في مثل وقت البكرات ووقت العشيات، لا أن هناك ليلاً ونهاراً، ولكنه في أوقاتٍ تتعاقب يعرفون مضيها بأضواء وأنوار” تفسير ابن كثير.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email