اسلام علیکم د پاڼې محترمو چلونکو ته نیکې هیلې او احترامات وړاندې کوم هیله ده چې صحت مند به وئ
زما پوښتنه په ازموینه کې د نقل کولو په باره کې ده که کوم کس نقل کوي ایا دا عمل کوم کناه لري او کنه که يه دې اړه معلومات راکړئ مننه

عبدالجليل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په آزموينو کې نقل تقلب ، خيانت او فريب بلل کيږي او دا کار حرام دی .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي: «مَنْ غشّنا فَلَيْسَ منّا»

ژباړه: هر چا چې زمونږ سره توکه او فريب وکړهغه له مونږ څخه نه دی.

نقل کول د ځان په حق کې خيانت او ځان ته ضرر دی د اسلامي شريعت قاعده ده چې : (لا ضرر و لا ضرار) ، يعنې په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي .

کچېرې زده کوونکی په نقل او تقلب کارۍ عادت شي ، نو درس زده کولو ته زړه نه ښه کوي ، علمي سطحه يې له زوال سره مخ کيږي او آينده کې له مشکلاتو سره مخامخ او بلاخره يو تقلب کاره شخص ورڅخه جوړيږي .

چې په دې اړه علمي ادارې ، استاذ او معلم ته پوره مسئوليت متوجه دی .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email