د جومات څخه د نورو مسلمانانو منع کول

ددې سایت کارکونکو ته اوږد عمر له الله ح نه غورم او الله ج د اجر درکړي .
پوښتنه می د اوه زموږ په کلي کی یو مسجد جوړ شو د محدودو کورونو له خوا  یعنی مصارف یې څو کورونو ورکړل د هغه نورو کورونو یا اقتصاد خراب یا بل مشکل وو ګدون یی پکې ونکړ اوس هغه نور خلک مسجد ته نه پریږدي د دوی لپاره یو قناعت بخشه ځواب راته ولیکی تر څو هغه نور خلک مسجد ته پریژدي.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جومات شرعاً هغه ځای ته وايي چې په هغه کې پنځه وخت آذان او جماعت تر سره شي ، هر مسلمان هغه ته ورتللای شي ، مګر که د شرعي عذر پرته د مسلمان ورتلل محدود شي جومات نه بلکي د مصلی حکم لري .

او يا که کوم جومات د مسلمانانو د تفرقې لپاره جوړيږي دا کار خطرناک دی ځکه دا جومات بيا د منافقانو د مسجد ضرار سره شباهت پيدا کوي .

جومات د عبادت ځای دی او د هغه مالک يوازې الله سبحانه وتعالی دی ، ځکه چې جومات وقف الی الله دی .

د جومات څخه د نورو مسلمانانو منع کول ستر ظلم دی او همدارنګه په نورو مسلمانانو باندې د منت اچول د خپلو صدقاتو او په جومات کې د خرڅ شوي مال د ثواب له لاسه ورکول دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَان المساجد لله (يقيناً جوماتونه د الله تعالی د پاره دي ) – جن ۱۸ .

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ (البقرة :۱۱۴).

ژباړه:او له هغه چا به غټ ظالم څوک وي ؟ چې نه پريږدې د الله په جوماتونو کې چه په هغه کې د الله نوم واخستل شي .

و جاء في الموسوعة الفقهية :

الْمَسْجِدُ فِي اللُّغَةِ : بَيْتُ الصَّلاةِ ، وَمَوْضِعُ السُّجُودِ مِنْ بَدَنِ الإِنْسَانِ وَالْجَمْعُ مَسَاجِدُ

وَفِي الاصْطِلاحِ : عُرِّفَ بِتَعْرِيفَاتٍ كَثِيرَةٍ مِنْهَا : أَنَّهَا الْبُيُوتُ الْمَبْنِيَّةُ لِلصَّلاةِ فِيهَا لِلَّهِ فَهِيَ خَالِصَةٌ لَهُ سُبْحَانَهُ وَلِعِبَادَتِهِ .

وَخَصَّصَهُ الْعُرْفُ بِالْمَكَانِ الْمُهَيَّأِ لِلصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ ، لِيَخْرُجَ الْمُصَلَّى الْمُجْتَمَعِ فِيهِ لِلأَعْيَادِ وَنَحْوِهَا ، فَلا يُعْطَى حُكْمَهُ ، وَكَذَلِكَ الرُّبُطُ وَالْمَدَارِسُ فَإِنَّهَا هُيِّئَتْ لِغَيْرِ ذَلِكَ (الموسوعة الفقهية ج ۳۷ ص ۱۹۴ ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email