د بدې يا خطرناکې خاتمې(پايلې) ځينې اسباب په لاندې ډول دي :

۱- د توبې ځنډول :

هغه څه چې پر ټولو مسلمانانو واجب دي دا ده چې بايد د ژوند په هره شېبه کې الله تعالی ته رجوع وکړي او د هغه (جل جلاله) په در کې توبه او استعفار وکړي الله عز وجل فرمايي : وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (النور ۳۱ ) .

ژباړه:ای مؤمنانو د الله طرف ته رجوع وکړي تر څو کامياب شئ »

شيطان هر وخت انسان په خپلو ګمراه کوونکو وسواسو تيباسي او ورته وايي : د توبې او رجوع  کولو د پاره زيات وخت لرې که اوس توبه وکړي بيا به د هغه ګناه مرتکب شې يا داسې ورته وايي : ای انسانه ! ته اوس ځوان يې د ځوانۍ د مست او غوړيدلی ژوند څخه دې استفاده وکړه او په دې دوران کې ځان د اطاعت او عبادت د پاره مه پابند کوه (حال دا چې د عبادت او نيکو اعمالو اصلي مرحله ځواني ده ) کله دې چې عمر پوخ سن ته ورسيده بيا نصوح توبه وکړه طاعاتو او عباداتو ته زور ورکړه او جومات ته تګ پر خپل ځان لازمې وګرځوه تر څو د الله تعالی په در کې نيک بنده وشميرل شي .

مګر ای انسانه ! خبردار اوسه چې دا د شيطان وسوسې دي د مرګ نيټه نه ده معلومه خدای خبر چې پوخ عمر ته به څوک رسيږي او څوک به نه رسيږي د توبې وخت او فرصت له لاسه مه ورکوه .

په غافل انسان چې کله ناڅاپه مرګ راشي نو بيا هغه وخت افسوس کوي چې ای کاش چې نيک او صالح عمل مې کړی وای خو هغه وخت بيا دا افسوس بې ځايه وي

قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ * لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا (الؤمنين ۹۹-۱۰۰ )

« ای ربه زما ! وګرځوه ما بيرته دنيا ته تر څو ښه اعمال تر سره کړم  »

۲- اوږدې هيلې او آرزوګانې :

د ډيرو خلکو د بدبختې سبب همدا اوږدې هيلې او اميدونه شوی دي ، داسې چې شيطان هغه ته وسوسې ور اچوي فريب ورکوي هغه ته د اوږده عمر تصور ورکوي او هغه ته داسې وسوسې ورکوي تر څو له مرګ او آخرت څخه غافل شي (حال دا چې هره  ورځ پخپلو سترګو خلک ويني چې د مرګ په سفر روانيږي ) خو له هغه څخه عبرت نه اخلي او خپل مرګ په يقيني ډول په ذهن کې نه راولې بلکی دی دا فکر کوي چې زه ځوان يم په بدن جوړ يم زما عمر دومره لنډ نه دی بلکي اوږد دی ځکه دده په ذهن کې اوږده اميدونه دي د دنيا حب او محبت يې په زړه کې داسې ځای نيولی دی چې د سترګو بصيرت يې له لاسه ورکړی دی تر څو عملاً د دنيا روانو او تيزو انقلابونو ته نظر وکړي چې په يو ګړۍ يې بهار وي بيا په بله ګړۍ خزان شي .

ګرانه ! دا دنيا د باد په شان ژر تيردونکی ده هر وخت د خپل لوی سفر د پاره تيارسۍ اوسه .

 رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت په اړه د دوو شيانو په باب کې خپله اندېښنه څرګنده کړی ده او فرمايي :« إِنَّ أَشَدَّ مَا أَتَخَوَّفُ عَلَيْكُمْ خَصْلَتَيْنِ: اتِّبَاعَ الْهَوَى وَطُولَ الْأَمَلِ، فَأَمَّا اتِّبَاعُ الْهَوَى فَإِنَّهُ يَعْدِلُ عَنِ الْحَقِّ، وَأَمَّا طُولُ الْأَمَلِ فَالْحُبُّ لِلدُّنْيَا»

ژباړه: زه د دوو شيانو په وجه پر تاسې ويريږم : د نفس او هوا د غوښتنو پيروي کول او اوږدې هيلې او اميدونه ، د نفس او هوا غوښتنې تاسې له حق څخه منحرف کوي ، او اوږدې هيلې او آرزوګانې ستاسې په زړونو کې د دنيا محبت زياتوي .

۳– په ګناه کې اخته کيدل او د هغه څخه لذت او خوند اخيستل :

کله چې انسان په ګناه کې اخته شي او هغه په بار بار تر سره کړي او د الله تعالی دربار ته رجوع نه کوي . شيطان د هغه په فکر غلبه مومي او هغه د اصلي هدف څخه چې د الله تعالی رضا ده او جنت ته رسيدل دي منحرف کوي حتې د ژوند په آخرو لحظو کې يې هم يوازې نه پريږدي او په يوه شکل په هغه باندې تسلط پيدا کوي چې د ځانکندن په وخت کې د هغه خپل او خپلوان د کلمې شهادت تلقين ورکوي نو په دغه وخت کې په هغه باندې د ګناه او معصيت فکرونه غلبه مومي او ددې توان نه لري چې کلمه ووايي او بلاخره بغير له کلمی څخه خپل ساه ورکوي په دې باره کې د څو قيصو بيان بې ګټې نه بولم :

۱- يو کس په بازار کې دلال وو خريد او فروش به يې کولو کله چې د مرګ په بستره کې پرېوتلو ، زامنو يې د شهادتينو تلکين ورکولو خو هغه به په ځواب کې ويل ( په څلور روپۍ – څلور روپۍ ) او اصلاً د کلمې په ويلو قادر نشو او بغير له کلمې وفات شو .

۲- د يو بل شخص ځانکندن وو هغه ته حاضرينو د کلمې تلقين ورکولو مګر هغه په ځواب کې ويل :

يا رب قائله يوما وقد تعبت / کيف الطريق الی حمام منجاب

او نن عصر تر ټولو ډيره او بې ارزښته ګناه د موسيقۍ اورېدل دي ، په موټر کې موسیقي ، په کور کې موسيقي ، په بازار کې موسیقي … ټوله ورځ موسیقي ، د الله تعالی ذکر به کله تر سره کوئ؟ او په همدې حالت د مرګ راتلل به يې څنګه وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من مات علی شیءٍ بعثه الله عليه

ژباړه: الله تعالی خپل بندګان په همغه حال کې پورته کوي په کوم حال کې چې قبض روح شوی وي .

۴- په مصيبتونو صبر نه کول :

الله تعالی ددې د پاره پخپل بنده باندې مصيبتونه او سختۍ نه نازلوي تر څو هغه نابود کړي او له پښو يې وغورځوي بلکي ددې د پاره مصيبتونه ورباندې نازلوي تر څو د هغه بندګي وآزمايي. .

ځکه څنګه چې الله تعالی ته عبادت کول د نعمت او آرامۍ په وخت کې لازم دي همداسې د سختۍ او ناخوښۍ په وخت کې هم لازم دی.

د صبر کوونکو لپاره بې حسابه اجر دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ] (الزمر: ١٠)

ژباړه:  په تحقیق سره د صبر کوونکو اجر به بې حسابه ورکول کیږي.

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email