.عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم غلامان راوستل ، يوې ښځې د غلامانو په مينځ کې د خپل بچي په لټه کې منډې وهلې، چې ناګهانه يې خپل زوی وليد هغه يې پخپله سينه پورې و نښلولو او شېدې یې ورکړې ، وروسته رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« أَتُرَوْنَ هَذِهِ المَرْأَةَ طارِحَةً وَلَدَهَا في النَّار؟ قُلْنَا: لاَ وَاللَّه. فَقال: «للَّهُ أَرْحمُ بِعِبادِهِ مِنْ هَذِهِ بِولَدِهَا » متفقٌ عليه.

ژباړه : آيا تاسې دا ګمان کوئ چې دا ښځه به خپل بچی اور ته وغورځوي ؟ مونږ وويل : نه والله ، ويې فرمايل : الله تعالی پر خپلو بنده ګانو باندې ددې ښځې نه هم چې پر خپل بچي مهرباني لري زيات مهربان دی .

همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« إِنَّ للَّهِ تَعَالى مائَةَ رَحْمَةٍ أَنْزَلَ مِنْهَا رَحْمَةً وَاحِدَةً بَيْنَ الجِنِّ والإِنْسِ وَالبَهَائمِ وَالهَوام، فَبهَا يَتَعاطَفُون، وبها يَتَراحَمُون، وَبها تَعْطِفُ الوَحْشُ عَلى وَلَدهَا، وَأَخَّرَ اللَّهُ تَعالى تِسْعاً وتِسْعِينَ رَحْمَةً يَرْحَمُ بها عِبَادهُ يَوْمَ القِيَامَةِ » متفقٌ عليه.

ژباړه: الله تعالی لره سل رحمتونه دي چې د هغه څخه يې يوازې يو رحمت د انسانانو ، جنياتو ، حيواناتو او مرغانو په مينځ کې نازل کړی دی چې د هغه په وسيله يو له بله مهرباني او محبت کوي ، او په همدې وجه وحشي حيوانات پر خپلو بچيانو مهرباني کوي ، او الله تعالی ۹۹ رحتمونه ساتلي تر څو په هغه سره د قيامت په ورځ پر خپلو بنده ګانو باندې رحم وکړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email