په اوسنی وخت کی دمسلمانانو دکمزوری علتونه څه دی

احمد سمير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اوس عصر کې د مسلمانانو د کمزورۍ علتونو په لاندې ډول دي :

۱- د اسلامي شريعت په احکام عمل نه کول ،د خپل دين څخه د مسلمانانو انحراف ، د شريعت پر ځای د کفر طاغوتي قانون ته تسليم ، کفر دوستي اختيارول ،د خبيث مال او خسيس او ذليل منزلت لپاره کفر ته پناه وړل او هغوی پر ځان باندې حاکمان ګرځول د اسلامي ولسونو د ذلت سبب دی ځکه کفر سراسر ذلت دی ، او د مسلمانانو سراسر قوت او عزت په اسلام کې دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايلي : الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا (النساء :۱۳۹ ) .

ژباړه : منافقان هغه کسان دي چې پرته له مؤمنانو کافران په دوستۍ نيسي ، آيا له کافرانو سره عزت لټوئ ؟ نو بې شکه چې ټول عزت له الله سره دی .

۲- د اسلام د دوښمنانو د مکر او دوښمنۍ پر وړاندې مقابله کې سستي او غفلت کول .

کفار هر وخت غواړي چې اسلام او د هغه اتباع له مينځه يوسي . نو پر مسلمانانو باندې واجبه ده چې هر وخت د هغوی د هر ډول نظامي ، مذهبي او فکري او اقتصادي مقابلې لپاره تیار ووسئ .

 لقوله سبحانه وتعالی : [ ‌وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ …] (آل عمران :۱۱۸).

۳- د جهاد ترک کول ، کوم ولس چې د کفر ، فساد او ظلم پر وړاندې جهاد ترک کړ نو پر هغوی باندې ذلت نازل شي .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«..وترکتم الجهاد سلط الله علیکم ذلالا ینزعه حتی ترجعوا الی دينکم » (رواه ابوداود باسناد حسن)

ژباړه : کله چې تاسې جهاد ترک کړئ،نوالله تعالی به په تاسو باندي داسې ذلت راولي چې بیا به یې در څخه پورته نه کړي مګر دا چې بیرته مو ایمان [جهاد ] ته مخ واړولو .

۴- د مسلمانانو تفرقې او ډلې ډلې کيدل ، کله چې د اسلام دوښمنانو د واحد قيادت او اتحاد څخه خالي امت وليد نو پر هغوی باندې يې خپلې هر ډول حملې جاري وساتلې او ځينې خسيس تش په نوم مسلمانانو يې له ځانه سره ملګري کړل د اسلام او مسلمانانو پر خلاف يې وکارول او د اسلامي شريعت د نفاذ په مخ کې خنډ شول امت د شرعي قيادت څخه محروم شو او ذليله شو .

۵- د مال په ډيرولو او دنيوي چارو کې د مسلمانانو زيات مشغولېدل او د دين قيام ته هيڅ توجه نه کول حتی د هغو کسان مرسته او مدد هم نه کول څوک چې د اسلام د قيام لپاره هلې ځلې کوي .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِي، وَلَكِنْ أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا» (بخارى:۱۳۴۴).

ژباړه: زما وېره دا نه ده چې زما څخه به وروسته تاسې ټول مشرکان شئ بلکي ددې څخه وېرېږم چې تاسې به د مال په جمع کولو کې يو د بل سره سيالي کوئ.

كعب بن مالك رضي الله عنه واِيي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي : هغه دوه وږي ليوان يا شرمخان چې په رمه کډ شي هغه دومره کډان نه تبا کوي لکه د مال او قدرت او مرتبې محبت چې دين تبا کوي (رواه الترمذي ۲۴۸۳ ).

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email