د نکاح په ځنډولو کې د والدينو مسئوليت

د اولادونو د نکاح انتظام :

په والدينو باندې د اولاد له حقوقو څخه يو حق دا دی چې هغوی په واده کړي .

كوم هلك  يا نجلۍ چې بلوغ ته ورسيږي ، توان او وس ولري او پلار يي نكاح ورته ونه كړي او دغه هلك او نجلي خداي مه کړه كومه ګناه وكړي  په دغه  ګناه كي پلارهم ورسره شريك ده ځكه په دي باره كي رسول كريم صلي الله عليه وسلم فرمائلي دي چه كوچني هلك ته اول كي بايد ښه نوم ورته كيږدي او بيا چه كله بلوغ ته ورسيږي نو بايد نكاح ورته وكړي او كه هلك بالغ شو او پلار يي واده ورته ونكړي او دغه هلك ګناه وكړي نو په دغه ګنا ه كي پلار هم ورسره شريك ده .

وفي المشكاة المصابيح: عن ابي سعيد و ابن عباس رضي الله عنهما قالا قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :«من ولد له ولدفليحسن اسمه وادبه فاذابلغ فليزوجه فان بلغ ولم يزوجه فاصاب اثما فانما اثمه على ابيه »

قال في المرقاة :و هومحمول على الزجر والتهديد للمبالغة والتائيد قال الطيبي جزاء الاثم  عليه حقيقة و دل هذا الحصر على ان لااثم علۍ الولد مبالغة لانه لم يتسبب لما يستفاد ۍ ولده من اصابة الاثم (مرقاة ۶ج۷۴ص)

مګر کوم کسان چې د نکاح اسباب او توان نه لري اسلامي شريعت هغوی ته د صبر توصيه کوي چې د خپل عفت او عزت ساتنه به کوي

الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .

ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email