ځينې کمپنۍ او کسان د حجاب داسې جامې واردوي او جوړوي چې په هغه
باندې ډول ډول نقشونه او سينګار شوی وي ، د حجاب مقصد د ستر او زينت پټول دي خو دا ډول حجاب پخپل ذات کې يو سينګار او فيشن دی .
واردونکي او جوړونکي کسان او خويندې بايد دې ته متوجه وي چې دا کار د اسلامي حجاب پر وړاندې يوه فتنه ده .
په اسلامي حجاب کې بايد لاندې شرطونه موجود وي :
لقوله سبحانه وتعالی :[ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ]، جلباب همغه درازه جامه ده چه ټول بدن پټوي. نتيجه دا شوه چه شرعي حجاب بايد ټول بدن پټ کړي.
د حجاب مطلب د بدن ستر دی داسې کومه پرده چه هغه بدن پټ نشی کړای تر پردې لاندې ويښتان، جامي او نور ښکاري هغه ته حجاب نشو ويلای.
۳– حجاب بايد زينتي او د جالب رنګ لرونکی نه وي چه د خلکو انتظار خپل ځان طرف ته جلب کړي
د حجاب هدف دا دی چه د ښځی زينت او ښايست پټ کړي نو داسې پرده چه هغه د ښځی زينت ته خلک متوجې او جلبوي حجاب نه بلل کيږی، د قرآنکريم حکم دی (وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا..) نو بايد حجاب د زينت ساتنه وکړي.
۴- حجاب بايد پراخه وي تنګ نه وي
ترڅو د بدن لوړې، تيټی برخي او د فتنې ځايونه ښکاره نشي.
۵- د ښځی جامی بايد په عطرو نه وي لړليې
چه په نامحرمو يې بوی ولګي ترڅو د خلکو د جلب سبب شي ځکه دا عمل حرام دي او ددې عمل په اړه په احاديثو کې شديد الفاظ وارد شوي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده (رواه ابوداود).
۶- د ښځی جامی بايد د نر له جامي سره هيڅ مشابهت ونه لري
ځکه چه په جامه کې د ښځی مشابهت له نر سره او د نر مشابهت له ښځی سره حرام دی.
«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَ يَلْبَسُ لِبْسَةَ الْمَرْأَةِ وَالْمَرْأَةَ تَلْبَسُ لِبْسَةَ الرَّجُلِ».(ابوداؤد).
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه سړی لعنت فرمائيلی دی چه د ښځو په شان جامې اغوندي او په هغه ښځه چې د نر په شان جامي اغوندي.
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
وروستۍ تبصرې