السلام عليکم

وروڼو ! زمونږ په سيمه کې يو دعا په وپاڼو کې چاپ شوې ده او په خلکو کې ويشل شوې چې متن داسې دی :

[الحمدلله الذی في السماء عرشه الحمدلله الذی في الارض قدرته الحمدلله الذی في القبر قضائه الحمدلله الذی الجنت رحمته الحمدلله الذی في جهنم سلطانه الحمدلله الذی في البر و البحر سبيله الحمدلله الذی لا مفر و لا ملجا الا الیه الحمدلله رب العالمين و الحمدالله الذی انعم علينا و هدانا الی الاسلام وجنبنا من عبادة الاصنام و من علينا بنبيه و حبيبه و رسوله محمد و اله و اصحابه اجمعين …]

خواص ددې دعا

رسول الله فرمايلي : هر څوک چې دا دعا په هريره (قبرستان) کې ووايي الله تعالی به پنځه ويشت زره کاله عذاب ځنې پورته کړي او که دوه ځله يې ووايي څلويښت زره کاله به عذاب ځنې لرې کړي او که يې دری وارې ووايي تر قيامته به عذاب ځنې لرې کړي ….

تر تيب کوونکي : ؟؟؟؟؟

هيله ده په دې باره کې معلومات راکړئ


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د دعا پورته متن او بيان شوی خواص يا فضيلت د اهل سنتو په يو کتاب کې هم نشته بلکي د شعيه ګانو په کتابونو کې راغلی دی او کوم خوص يا فضيلت يې ليکلی هيڅ اصل نلري .

په لاندې متن حديث راغلی چې څوک يې د عرفات په شپه ووايي زيات فضيلت لري مګر د هغه په اړه د محدثينو اختلاف دی ځينې موضوع (بې اصله ) او ځينې ضعیف بولي :

[سبحان الذي في السماء عرشه سبحان الذي في الأرض موطئه سبحان الذي في البحر سبيله سبحان الذي في السماء سلطانه سبحان الذي في الجنة رحمته سبحان الذي في القبور قضاؤه سبحان الذي في الهواء روحه سبحان الذي رفع السماء سبحان الذي وضع الأرض سبحان الذي لا منجى ولا ملجأ منه إلا إليه]

موضعات ابن جوزي ۲/۵۸۷ حکم لا یصح .

الضعفاء الکبير – العقيلي ۳/۴۱۲ – حکم ضعيف

سلسلة الضعيفة ۵۹۸۲ – حکم منکر

آن لاين اسلامي لارښود – دفاع عن السنة څانګه

Print Friendly, PDF & Email