سيد الاستغفار

«اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ» (صحيح البخاري) .

ژباړه : ای الله ! ته زما رب يې ستا نه سوا بل مالک او معبود نشته ،تا زه پيدا کړی يم او زه ستا بنده يم او څو پورې چې په ما کې توان وي ستا سره د کړيو وعده ميثاق اطاعت او فرمانبرداري به کوم ، زه تاته پنا وړم د خپل عمل او کردار د شر نه ، زه اقرار کوم چې تا زه په نعمتونو سره وپاللی يم ، او اعتراف کوم چه ما ستا نافرماني کړې ده او ګناهونه مې کړي دي ، ما وبخښه ، ستا نه بغير بل څوک د ګناهونو بخښلو واله نشته.

فضيلت :

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايلي : «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ».     (صحيح البخارى

ژباړه: کوم بنده چه په اخلاص او د زړه په يقين سره د ورځې په څه حصه کې د الله تعالی په حضور کې دا عرض وکړي ( په پورته ذکر شوی استغفار ) او په دغه ورځ د شپې شروع کیدو نه مخکې مړ شي نو بې شکه دی به جنت ته ځي او همدارنګه که د کومې شپې په څه حصه کې د الله تعالی په حضور کې دا عرض وکړي او د سبا کيدو نه مخکې دی مړ شي بې شکه دی به جنت ته ځي ( صحيح بخاري ) .

الله تعالی د عمل کولو توفيق راکړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email