تاسې ته به د مډيا ليارې دا څرګنده وي چې د شام (سوريه ) د حلب ښار د اسد د مليشو لخوا چې روسي ځناور او د ګرګين د لمسيانو رافضي مليشې يې ملګرتيا کوي بې سارې ظلمونو سره مخ دي ، عامه وژنه ، د ښار عامه تخريب او بې عزتې پر وړاندې وشوې او کيږي .

د اسلامي امت مزدور او بې ضميره حاکمان يې پر وړاندې پټه خوله دي ، کچېرې د لوطيانو په کلپ حمله وشي نو ټول يې په يوه خوله غندې مګر که د مسلمانانو ناحقه وژنه روانه وي نو د کفر او الحاد کاريه کړي حاکمان يې بيا سيل کوي .

دلته تاسې ته د يوې مسئلې يادونه کوم ، دا چې مونږ د حلب د ولس سره څه نشو کولای نو مونږ په دوو خبرو کې مسئول يو :

۱- د هغوی په غم او درد باندې غمين کېدل .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وتَرَاحُمِهِمْ وتَعاطُفِهِم، مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَداعَى لهُ سائِرُ الْجسدِ بالسهَرِ والْحُمَّى». (متفق عليه ).

ژباړه:پخپل مينځ کې د مسلمانانو د محبت همدردﺉ او مهربانۍ مثال په شان د بدن دی . که د بدن يو اندام په تکليف وي نو ټول بدن به په تکليف درد او تبه کې ورسره شريک وي .

۲- هغوی ته دعا کول .

لقوله سبحانه وتعالی : وقال سبحانه :[ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ ].(الحشر 10).

 آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email