د جُمعې مخکې څلور رکعته سنت

سلام محترمو هیله ده چه جوړ اوسی زه يوه پوښتنه لرم د جمعی د لمانځه د ادا کولو او رکعتونو موردځکه مخکی مونز داسی ادا کولو کله چه مسجد ته داخل شو دوه رکتعه تهته المسجد لمونځ ورپسیخاموش کښناستل لمړی خطبی ته غوږ نیول بیا وروسته څلور کته سنت لمونځ بیا دوهمه خطبه ور پسی دوه رکعته د جمعی لمونځ بیا څلور رکعته سنت لمونځاو اخر که دوه رکعته سنت لمونځ اما اوس بعضی علما داسی وایی داسی نده بلکه صحی داسی چه دوه رکعته تهتهالمسجد لمونځ ورپسی دوه رکعته د جمعی لمونځ او ور پسی دوه یا څلور سنت لمونځ کیږی چه دوی د ابوهریره حدیث او یا د عبدالله ابن عمر حدیث روایت او دلییل راوړی لطفان د مورد که معلومات راکړی دیره مهر بانی به موی

اجمل رحيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جُمعې د لمانځه څخه مخکې څلور رکعته سنتو په باره کې د مذاهبو د فقهاء کرام رحمهم الله اجمعين تر مينځ څه اختلاف نظر شته ، چې ايا د لمانځه مخکې لمونځ مطلق نفل دی او سنت .

د امام ابی حنيفه او اصحاب امام شافيعې رحمهم الله په نزد د جُمعې د لمانځه مخکې څلور رکعته سنت لمونځ ادا کيږي .

د احنافو دلائل :

عايشه رضی الله عنها روايت کوې چې : «أن النبي صلّى الله عليه وسلم كان لا يدع أربعاً قبل الظهر، وركعتين قبل الغداة» (رواه البخاري) أي سنة الفجر. وهذه آكد السنن بعد سنة الفجر، ثم الكل الباقي سواء.

ژباړه :: نبی صلی الله عليه وسلم هيڅکله د ماسپخين څخه مخکې څلور رکعته او د سهار څخه مخکې دوه رکعته (سنت) نه دي ترک کړي .

فقه الأسلامي وادلته ، فتح القدير:314/1 الدر المختار:630/1 –

وهبة الزحيلي رحمه الله په فقه اسلامي و ادلته کې ليکي : د جمعې د لمانځه مخکې څلور رکعته لمونځ کول د جمهورو په نزد مستحب دي په دليل د دغه حديث شريف : وَفِي حَدِيثِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا:« أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَتَطَوَّعُ قَبْلَ الْجُمُعَةِ أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ »

 او صحابه کرامو او همدارنګه ابن مسعود رضی الله عنه به د جُمعې د لمانځه مخکې څلور رکعته لمونځ کولو .

وكان الصحابة يصلون قبل الجمعة أربع ركعات، وكان ابن مسعود يصلي قبل الجمعة أربع ركعات، وبعدها أربع ركعات (رواه سعد بن منصور) .

(فقه الاسلامي وادلته / لزحيلي رحمه الله ).

وجاء في الإقناع للشربيني: ( والجمعة كالظهر فيما مر فيصلي قبلها أربعا وبعدها أربعا لخبر مسلم: إذا صلى أحدكم الجمعة فليصل بعدها أربعا، وخبر الترمذي إن ابن مسعود كان يصلي قبل الجمعة أربعا وبعدها أربعا والظاهر أنه توقيف).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email