د خشونت عليه زنان مخنوی په اسلام او که ديموکراسي سره کيدای شي ؟

د اسلام سپېڅلی الهي دين چې د ټول بشريت د فلاح او سعادت لپاره د الله تعالی د جانبه راليږل شوی دی ، د انسان د ژوند د ټولو اړخونو لپاره د فلاح او سعادت احکام ، قوانين او لارښوونې لري .

اسلام د زوجينو (خاوند او ښځې ) تر مينځ د ښه سلوک او په خاصه توګه د ښځې سره د ښه ژوند ښه سلوک کولو ډير ټينګار کړی دی چې دلته يوازې يو آيت او يو حديث بيانوو :

الله سبحانه وتعلی فرمايي:[وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا]  (النساء ۱۹)

ژباړه:او له هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړئ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله پاک په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:«أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا. وخياركم خياركم لنسائهم»  (ترمذي ۱۱۶۲، مشکاة المصابيح ۳۲۰۰).

ژباړه: د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان واله هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي.

…..

که ديموکراسۍ علمبرداران د خونشت عليه زنان د منع هر څومره لوحې ولګوي ، کمپاينونه وکړي او په دې نامه رياستونه او وزارتونه هم جوړ کړي مخه به يې ونه نيسي ځکه چې ديموکراسي د بشر هغه طاغوتي قانون دی چې د منخنوي پر ځای وده ورکوي ، د پوهولو لپاره لاندې مثالونه ولولئ :

۱- ديموکراسۍ ښځې ته د بغاوت درس ورکوي نو د بغاوت پر وړاندې خشونت حتمي دی ، لکه د موجوده رژيم لخوا راجستر شويو تلويزيونو له لارې د هغو سريالونو او پروګرامونو خپرول چې په هغه کې د کورنۍ د پاشلو ، د ښځو د بغاوت ، بيګانه پرستۍ ، حرام عشق درس ورکول کيږي .

همدارنګه د هيواد د دين او کلتور خلاف د ښځو د بغاوت استقبال او هغوی ته په اصطلاح د امن خونې جوړل او پناه ورکول چې د هيواد د دين ، کلتور ، ننګ او غيرت خلاف دي له ځانه عکس العمل او سرزنش ونلري ؟

۲- کله چې په پوستو ، علمي مراکزو او کار ځايونو کې بيګانه ښځې او سړي ، ځوانان او ځوانې ښځې سره مختلط او کډ شي ، د دوو مخالفو جنسونو ، دوو مخالفو چارچونو يو ځای کول د شارت پرته کيدای شي ؟ د جنسي ځورونۍ پرته امکان لري ؟

۳- کله چې حرام حلال او حلال حرام وګرځول شي ، اسلامي حدود له مينځه يوړل شي نو بيا هم د جنسي تيريو او ځورنې مخنوی غواړئ !!!

د خشونت عليه زنان طاغوتي شيطاني قانون په ۳ ماده کې راغلي دي :

[تجاوز جنسي: ارتكاب فعل زنا يا لواط با زن بالغ توام با اجبار و اكراه يا ارتكاب آن با زن نا بالغ و يا تجاوز بر عفت و ناموس زن است ]

يعنې زنا او لواطت د زور او اکراه په صورت کې جرم بلل کيږي چې د دغه جرم لپاره حد نه بلکي حبس او زندان دی کوم چې خشونت د قانون په دريم فصل احکام جزا کې يې ليکلي دي .

بس د عقل د څښتنانو لپاره همدا څو ټکې کفايت کوي نور قضاوت تاسې ته پرېږدو .

قافله دعوت الی الله ( آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email