د انټرنيټ له لارې د فحاشت خپرولو پاڼې خو هسې ډيرې او يو ښکاره حقيقت دی چې د هغو څخه ځان ساتنه د هر مسلمان وجيبه ده ، دلته مو مطلب دا ډول پاڼې نه بلکي هغه پاڼې دي چې په چل او فريب سره په خلکو کې فحشاء خپروي لکه :

۱- د جنسي (جماع ، کورواله ) د لارښوونې په نوم پاڼې او فيسبوک پاڼې غواړي په همدې نامه په خلکو کې فحشاء خپره کړي ، لوڅ تصويرونه او فلمونه خپروي او په خلکو کې فحشاء خپروي .

حال دا چې په اسلامي شريعت کې د انسان د ژوند د هرې برخې آداب د انساني فطرت موافق بيان شوي دي .

۲- ټولې هغه پاڼې چې د نورو مطالبو تر څنګ بې شرمه تصويرونه او فلمونه او بې شرمۍ او فحشاء ته د بلنې مطالب خپروي هدف يې په پوره چل او فريب سره په ټولنه کې د فحشاء خپرول دي .

دغو کسانو ته ښايي چې ددې پليت عمل څخه لاس واخلي ځکه هغه کسان چې په مسلمانانو کې فحشاء خپروي د هغوی لپاره په دنيا او آخرت کې دردونکی عذاب دی .

[إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ] (حج ۱۹) .

ژباړه:يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دی الله پاک پوهيږي او تاسې نه پوهيږئ.

مسلمانان دې د دغو فاحشې څخه ځان وساتي ځکه د بل عورت ته کتل حرام او شهوت پرستي ده ، د شهوت پالنې لاره ، او د شهوتونو د لارې انتخاب په اصل کې د دوزخ د لارې انتخاب دی :

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحفت النار بالشهوات» (او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی).

و ما علينا الا البلاغ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email