د يو چا سره مينه کول څه حکم لري ؟

د یو چا سره مینه کول گناه ده او کنه؟
پدی باره کی معلومات راکری.وسلام

سباوون له اتريش څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مينه او محبت په جايز (رواه) او نا جايز تقسيم شوی دی .

۱-  د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سره محبت واجب بلکي دا محبت د ايمان شرط دی .

 قال الله تعالی : [وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ] (البقرة 165 )

ژباړه: او هغه کسان چې (پر الله ) ايمان لري د دوی مينه د الله سره ډيره زياته ده.

همدارنګه رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي :«لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ»  . (المسلم ۴۴ ) .

ژباړه: ستاسې نه څوک تر هغه پورې د کامل ايمان څښتن نشي کيدای څو پورې زه ور ته له خپل پلار ، اولاد او ټولو خلکو محبوب نشم .

۲-  د مؤمنانو ، علماؤ او صالحانو سره د الله تعالی د رضا لپاره محبت کول لوی اجر لري او د اهل کفر ، شرک او اهل معاصی سره د الله تعالی پخاطر بغض کول .

د قيامت په ورځ به اووه کسه د عرش تر سيورې لاندې د هغې ډلې به يو هغه کس وي چې : « وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ» (البخاري ) .

يعنې : هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی

او فرمايي :«أفضل الأعمال الحب في الله والبغض في الله» (راوي : ابوذر غفاري – ابوداؤد 4599).

يعنې : بهترين عمل دوستي دپاره د الله (جل جلا له) او دوښمني د پاره د الله (جل جلا له) وي .

۳-  د خپلې ښځې ، اولاد ، والدينو او خپلوانو سره محبت کول فطري محبت دی ، جايز او مستحب محبت دی ، همدارنګه د سفر د ملګري ، ګاونډې ، د معاملې د شريک سره محبت کول مباح دي .

همدارنګه د نکاح د انتخاب لپاره د يو چا سره د هغه د ديندارۍ په وجه داسې مينه چې هيڅ غير شرعي تعلقات پکې نه وي باک نلري .

غير مشروع محبت :

د بيګانه ښځې او سړي داسې محبت چې نا مشروع تعلقات پکې وي چې په عامه اصطلاح کې عشق ورته وايي چې حرام د کبيره ګناهونو مجموعه ده چې پايلې يې خطرناکې دي .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : « إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ » ( رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

ژباړه: ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .

ځينې وخت د عشق بازۍ محبت داسې پولې ته ورسیږي چې سړی له ايمان څخه خلاصوي .

عاشق وايي : له خپلې معشوقي سره دومره مينه لرم چې تر هر شي ډيره زياته ده (حتی د خپل رب په نسبت له خپلې معشوقي سره زياته مينه لرم ) .

چې دا عمل شرک دی  .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبّاً لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ] (سورة البقرة ) .

ژباړه :او ځېنې خلک داسې هم شته چې د الله پرته نور شيان شريکان نيسي او مينه کوي د هغوی سره ، له هغوی سره دومره مينه کوي چې بايد يوازې له الله سره شوی وای او مؤمنان له الله سره کلکه مينه لري .

نن عصر کې دا ډول ناولی او خطرناک عشق په ډيرو ځوانانو او پیغلو کې موجود دی چې عوامل يې په لاندې ډول دي :

۱-  د الله تعالی د محبت او عبادت څخه د زړه خالی والی .

۲-  د هوا او خواهشاتو تابعداري ، حرام نظر ، حرام تعلقات ، د بيګانو ښځو او سړيو تر مينځ ګډون او اختلاط .

۳-  حرام فلمونه او سريالونه کتل ، لکه د ليلی او مجنون فلمونه ، هندي او غربي سريالونه او داسې نور چې د کفارو او فاسقو ، رزيلو رژيمونو او غلامو حکومتونو لخوا په اسلامي ټولنو کې په آزاد ډول خپريږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email