د «الولاء او البراء» تعلق له ايمان سره

څو پورې چې د ځمکې پر مخ باندې يو مسلمان او يو مشرک او کافر موجود وي ، او څو پورې چې د ځمکې پر مخ باندې اسلام او نور باطل اديان موجود وي تر هغو پورې د «الولاء و البراء» پرته عقيده نشته . او د « الولاء و البراء» پرته د ايمان بقاء وجود نلري .

لقوله سبحانه وتعالی :[ تَرَى كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ * وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِالله والنَّبِيِّ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاء وَلَـكِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ (المائده:۸۰-۸۱).

ژباړه : ته به په دوى كې ډېر(داسې) وینې چې له هغو كسانو سره دوستي كوي چې كافر شوي دي، خامخا بد دى هغه شى چې د دوى لپاره د دوى نفسونو مخكې لېږلى دى، دا چې الله دوى ته په غصه شو او دوى به په عذاب كې همېشه وي ، او كه چېرې دوى په الله او په نبي او په هغه څه چې ده ته نازل كړى شوي دي ایمان لرلى (، نو) دوى به هغه (كافران) دوستان نه وو جوړ كړي او لېكن په دوى كې ډېر خلق فاسقان دي .

پورته آیتونه په دې باندې دلالت کوي چې ايمان او د طاغوت دوستي په يوه زړه کې نشي جمع کيدای ځکه چې دا دوه مخالف او تضاد شيان هيڅ امکان نلري چې په يو زړه کې جمع شي .

ايمان او «الولاء و البراء» يو د بل لازم او ملزوم دي .

لقوله سبحانه وتعالی :[ لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ … ] (مجادله/22).

ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي .

الله سبحانه وتعالی اهل ايمان ته خبر ورکوي چې هغوی د تاسې داسې دوښمنان دي چې په دوستۍ او ملګرتيا کولو هم نه درڅخه راضي کيږي بلکي هغه وخت در څخه راضي کيږي چې د هغوی دين ته ور واوړئ ، هغوی ستاسې د دين زوال غواړي .

[وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ](البقره :۱۲۰).

پس ولاء او براء کوني سنت دي چې حق او باطل تر مينځ به تر هغه وخته پورې موجود وي څو پورې چې د ځمکې پر سر باندې توحيد او د هغه خلاف طاغوتي عقيده موجوده وي .

نو ويلای شو چې د ولاء او براء پرته د اسلام او مسلمانانو بقاء نشته ، لکه څنګه چې د يهودو او نصارا د پاره د ولاء او براء پرته بقاء نشته ، که هغوی د اسلام له دوښمنۍ څخه لاس واخلي نو ضرور به خپل منسوخ او تحريف ايمان ترک کوي او د هدايت لاره به نيسي .

نو د دواړو ډلو (مسلمانانو او غير مسلمانانو ) بقاء په همدې عقيده کې ده او ددې پرته بقاء نلري .

که مسلمانان د ولاء او براء په عقيدتي اصل باندې عمل ونه کړي ضرور به د کفر خوا ته ميلان کوي او يا د اسلام سره د طاغوت عقايد جمع کوي چې داسې کول په اسلام کې هيڅ ځای نلري .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email