الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
۱- د هغوی په کفر رضا کيدل او د هغوی د دين د قوانينو مدح او صفت کول .
الله تعالی فرمايي :[وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا ] (النحل :۱۰۶) .
ژباړه : او که د زړه له تله يې کفر ومانه نو پر هغوی د الله غضب دی .
و قال سبحانه وتعالی: [وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُواْ سَبِيلاً] (النسآء: ۵۱ )
(او د کافرانو په هکله وايي چې له مؤمنانو يې لاره ډيره روغه او سمه ده ) .
۲- د هغوی (کفارو) په قوانينو باندې فيصلې کول :
لقوله سبحانه و تعالى : [أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا] ( النساء/۶۰) .
ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .
[أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ] (المائدة:۵۰) .
ژباړه : نو آیا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله تعالی ښه حکم ورکولای شي ؟
۳- د هغوی مرسته او محبت اخيارول : لقوله سبحانه وتعالی : [لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ .. ] (المجادله: ۲۲ ) .
ژباړه : داسې به هيڅکله و نه وينی چې چا پر الله او ورځ د آخرت ايمان راوړی وي بيا دې له هغو خلکو سره مينه او دوستي وکړي چې د الله او رسول سره مخالفت کوي .
۴- هغوی ته نږدې کېدل او پر هغوی باندې اعتماد کول .
الله سبحانه تعالى فرمايي: [وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ] (هود :۱۱۳ ).
ژباړه : او مه نژدې کيږئ تاسې په لور د هغو کسانو چې ظالمان دي ، که نه نو اور به مو را ښکيل کړي .
۵- د مسلمانانو پر خلاف د هغوی دوستي ، ملګرتيا ،مرسته او مدد کول .
الله تعالى فرمايي: [وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء] ( التوبه:۷۱ ).
ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي .
او د کفارو په هکله فرمايي : [وَالَّذينَ كَفَرُواْ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ] ( او هغه کسان چې کافران دي ځينې د دوی د ځينو نورو دوستان دي) .
او څوک چې د کفارو مرسته او دوستي اختياروي د هغوی په اړه فرمايي : [وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ………].
(او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي)
۶- اسلامي هيوادونو ته د هغوی د طاغوتي قوانينو نقلول .
الله سبحانه و تعالى فرمايي: (أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ).
۷- د دين په امورو کې د هغوی د دسيسو ښکار چې په نن عصر کې دغه ډلې مسلمانانو ته مينځ ليارې وايي داسې چې د اسلام د دوښمنانو د خوښۍ د پاره د اسلامي شريعت د ځينو احکامو له منلو سرغړاوی کوي ، الله تعالى فرمايي: [وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ ] (سوره القلم: ۹ ).
ژباړه : ډير خوښوي که ته د حق په پرېښوولو کې نرمي وکړې نو هغوی به هم په دوښمنۍ کې نرمي وکړي .
۸- د هغوی (کفارو ) مشران او واکمان جوړول او د مسلمانانو په ادارو کې هغوی ته دنده او اقتدار ور سپارل .
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ ] (آل عمران:۲۸).
ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).
۹- په اعمالو ، لباس ، صورت او سيرت ، خبرو او نورو اعمالو او اقوالو کې د کفارو مشابهت او تقليد کول چې د هغوی په څير ځان جوړول د هغوی سره د محبت معنی لري : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:«من تشبه بقوم فهو منهم » (ابوداود) .
يعنې : څوک چې د کوم قوم سره ځان مشابه کړې نو د همغوی څخه دی .
نو د هغوی سره په عاداتو ، عباداتو ، اخلاقو کې مشابهت کول حرام دي .
۱۰- بغير د ضرورت څخه د کفارو په هيوادونو کې ژوند کول داسې چې د ديني شعائرو اظهار نشي کولای کچيرې مسلمان د خپلو ديني شعائرو اظهار و نشي کولای نو هغه ته د کفارو په مينځ ژوند کول جايز نه دی هغه به هجرت کوي ، قال الله تعالى الله تعالي فرمايي: [إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (٩٧)إِلا الْمُسْتَضْعَفِينَ ] .
(کومو خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پوښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وﺉ ،هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځمکه کې کمزورې او مجبور وو ، پريښتو وويل آيا د خذای ج ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی او هغه ډير بد استوګنځی دی ، مګر کوم کسان له نرينوو ، ښځو او ماشومان چې بې وسه وي)
ابن کثير ددې آيت شريف په تفسير کې ليکي دغه آيت د هغه کسان په باره کې دی چې د کفارو په ملک کې اوسيږي خو ديني مسايل او شعاير نشي انجام کولای سره له دې چې د هجرت کولو توان لري خو هجرت نه کوي نو دغه کسانو په اتفاق د امت پر خپل ځان ظلم کړی دی چې د يو حرام عمل مرتکب شوي دي (تفسير ابن کثير ۵۴۳/۱ ) .
۱۱ـ د هغوی په اخترونو او ديني شعائرو کې اشتراک کول :
د هغوی په اخترونو او نورو ديني مراسمو او شعائرو کې کډول کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی : ﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾( فرقان :۷۲).
ژباړه: د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي .
عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «من کثر سواد قوم فهو منهم و من رضی عمل قوم کان شريکا لمن عمله» (المطالب العالية / الحافظ ابن حجر).
يعنې : څوک چې دکوم قوم ډله زیاته کړي نو د هغوی له ډلې دی ، او څوک چې د يو قوم په عمل باندې راضي شي دی د هغه قوم په عمل کې شريک شميرل کيږي .
۱۲- د هغوی (کفارو) نمونه ايښودل :
د کفارو نومونو ايښودل پر مسلمانانو ښځو او نارينؤ باندې حرام دي .
۱۳- د هغوی د پاره بخښنه او استغفار غوښتل ،لقوله سبحانه و تعالى : [مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى … ] (التوبه ۱۱۳ ) .
له پيغمبر او مؤمنانو سره نه ښايي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي که څه هم يې خپلوان وي .
آن لاين اسلامي لارښود