الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ … ] (مجادله/22).

ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي .

[لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ] (آل عمران:28).

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ] (المائدة:51).

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (المائده :۵۷).

په سنتو کې د «البراء » دلائل :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« ثَلاثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ بِهِنَّ حَلاَوَةَ الإِيَمَان: أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا، سِواهُما، وأَنْ يُحِبَّ المَرْءَ لا يُحِبُّهُ إِلاَّ للَّه، وَأَنْ يَكْرَه أَنْ يَعُودَ في الكُفْرِ بَعْدَ أَنْ أَنْقَذَهُ اللَّهُ مِنْهُ، كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ في النَّارِ » متفقٌ عليه.

ژباړه: په چا کې چې دری خصلتونه وي نو هغه ته به ايمان خوند حاصل شي : دا چې الله او د هغه رسول ورته تر هر چا محبوب وي ، او دا چې يو کس يوازې د الله تعالی د رضا لپاره دوست نيسي ، او دا چې کفر ته ګرځيدل وروسته له دې چې الله تعالی ده ته نجات ورکړی داسې بد ګڼې لکه په اور کې غوځيدل .

نبی صلی الله عليه وسلم د انصارو رضوان الله عليهم په باره کې فرمايلي :« لا يُحِبُّهُمْ إِلاَّ مُؤمِن، وَلا يُبْغِضُهُمْ إِلاَّ مُنَافِق، مَنْ أَحَبَّهُمْ أحبَّه اللَّه، وَمَنْ أَبْغَضَهُمْ أَبْغَضَهُ اللَّه»(متفقٌ عليه).

ژباړه: هغوی بل څوک په دوستۍ نه نيسي مګر مؤمن ، او چا سره کينه نه کوي مګر د منافق سره ، او څوک چې دوی خوښوي هغه الله تعالی ته خوښ وي ، او څوک چې دوی بد ګڼې هغه الله تعالی بد ګڼې .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email