۱- په هغه صورت کې چې دين ته خطر وي د کفري هيواد څخه اسلامې خاورې ته هجرت کول .

۲- د مسلمانانو نصرت او کومک کول په نفس ، مال ، ژبه او قلم سره .

[وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ] (ابتوبة :۷۱).

ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي .

[وَإِنْ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ] (الأنفال :۷۲).

ژباړه: او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مدد كول لازم دي، مګر د هغه (كافر) قوم په خلاف نه چې ستاسو او د هغوى په مینځ كې معاهده وي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى.

۳- د هغوی په خوشحالۍ باندې خوښحالي او په غم او درد باندې دردمن او غمجن کېدل .

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بالْحُمَّى والسَّهَرِ » (مسلم) .

۴- څه چې ځان ته خوښوې بل مؤمن ته به يې هم خوښوې .

«لاَ يُؤْمِنُ أَحَدَكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيْهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ» (متفق عليه)

ژباړه: له تاسې څخه څوک کامل مؤمن نشي کيدای تر څو چې څه شی چه د خپل ځان لپاره خوښوي هغه د خپل ورور لپاره هم خوښ کړي .

۵- د هغوی سره ورورولي او محبت کول ، د هغوی د نفس ، مال او آبرو او عزت احرام .

رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايل: «لاَ تَحَاسَدُوا، وَلاَ تَنَاجَشُوا، وَلاَ تَبَاغَضُوا، وَلاَ تَدَابَرُوا، وَلاَ يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ، وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَاناً، الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ: لاَ يَظْلِمُهُ، وَلاَ يَخْذُلُهُ، وَلاَ يَكْذِبُهُ، وَلاَ يَحْقِرُهُ، التَّقْوَى ههُنَا -وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلاَثَ مَرَّاتٍ- بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ، كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ: دَمُهُ، وَمَالُهُ، وَعِرْضُهُ (رواه مسلم).

ژباړه: تاسو يو بل سره حسد او کينه مه کوﺉ (ځکه چه حسد نيکي له مينځه وړي ) او يو بل ته په زيان اړولو کې سازش مه کوئ ، او يو د بل سره بغض مه ساتئ او يو د بل نه مخ مه اړوﺉ او د يو بل په سودا کې مداخله مه کوﺉ .

شئ د الله تعالی خالص بندګان پخپلو کې سره وروڼه جوړ شئ، يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی ، نه به پرې ظلم کوي ، او نه به ورته په سپک نظر ګوري ، او نه درواغ خبره پسې تړي ، او نه به يې رسوا کوي، تقوا دلته (په زړه کې ) ده . (راوي وايي ) نبی کريم صلی الله عليه وسلم خپلې سينې ته دری ځله اشاره وکړه .

د مسلمان د پاره دا ډیره بده خبره ده چې دی خپل مسلمان ورور سپک وګني . یو مسلمان ته د بل مسلمان وينه تويول ، د هغه مال خوړل او دهغه عزت له منځه وړل حرام دي .

۶- هغوی ته نصيحت او په نيکو کارونو أمر او له بدو کارونو څخه منع کول

[وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ] (التوبه:۷۱).

ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي .

۷- د هغوی سره په آسانۍ او سختۍ دواړو کې اوسېدل .

داسې نه لکه منافقان چې په آسانۍ کې له مسلمانانو سره وي او په تکليف او سختۍ کې هغوی يوازې پرېږدي .

۸- د هغوی د غيبت، بدګمانۍ څخه پرهيز کول .

 هغوی په ښو او احترامانه الفاظو بلل ، له بدو الفاظو څخه پرهيز کول ،لقوله سبحانه وتعالی :[ وَلا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ] () .

له بد ګمانی څخه پرهيز کول ، لقوله سبحانه تعالی: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنْ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ .

له هغوی له تجسس او غيبت څخه پرهيز کول : وَلا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً (الحجرات : ۱۱-۱۲).

۹- د هغوی حقوق پر ځای کول ، لکه : نورو ته سلام اچول ، او د نورو سلام ته ځواب ورکول ، د دعوت قبلول ، د مريض پوښتنه کول ، نورو ته ضرر نه رسول ، د مسلمان په جنازه کې ګډون کول ، د هغه احتياج پوره کول ، د لويانو احترام او پر وړو شفقت کول او داسې نور.

۱۰- هغوی ته دعا کول او د هغوی لپاره بښنه غوښتل .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ] (محمد19).

ژباړه: او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم.

وقال سبحانه :[ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ ].(الحشر 10).

ژباړه: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email