[إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ . وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ ] (المائدة 55-56).
ژباړه: ستاسو دوست يواځې (او يواځې) الله او د هغه رسول دى او هغه كسان دې چې ایمان يې راوړى دى، (یعنې) هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او دوى ركوع كوونكي دي ، او څوك چې د الله او د هغه له رسول او مؤمنانو سره دوستي وكړي، نو یقینًا هم چې د الله تعالی ډله غالبه كېدونكې ده .
ابن جرير الطبري د دغه آيت شريف په تفسير کې ليکي : ای مؤمنانو! ستاسې لپاره د الله ، رسول د هغه او مؤمنانو پرته بل ناصر او مدد ګار نشته ، کوم چې الله تعالی مؤمنان په همدې صفت باندې ياد کړي دي ، او د يهودو او نصاری او ټولو اسلام دوښمنو په اړه الله تعالی د بېزارۍ حکم کړی دی ، او مؤمنانو ته يې د هغوی له محبت ، دوستۍ او ملګرتيا څخه منع کړي دي .
[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ] (التوبه ۱۱۹)
ژباړه: ای مؤمنان له الله څخه وويريږئ او له صالحانو خلکو سره ملګري شئ.
په سنتو کې د الولاء دلائل :
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«ترى المؤمنين: في تراحمهم، وتوادهم، وتعاطفهم، كمثل الجسد، إذا اشتكى عضواً، تداعى له سائر جسده بالسهر والحمى» (البخاری: ۵۶۶۵ ) .
ژباړه: پخپل مينځ کې د مؤمنانو د محبت همدردۍ او مهربانۍ مثال په شان د بدن دی . که د بدن يو اندام په تکليف وي نو ټول بدن به په تکليف درد او تبه کې ورسره شريک وي . ( داسې نه ده چې صرف هغه يو اندام ته به درد او تکليف وي دغه شان که په مشرق کې کوم مسلمان ته غم او تکليف وي نو پکار دا ده چه مغرب کې مسلمان ته د هغه په تکليف باندې غم او ناقراري وي ) .
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: « والذي نفسي بيده ، لا تدخلون الجنّةَ حتى تؤمنوا ، ولا تؤمنوا حتى تحابّوا، أَوَلَاَ أدلّكم على شيءٍ إذا فعلتموه تحاببتم ؟ أفشوا السلامَ بينكم» (أخرجه مسلم).
ژباړه : قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واک کې دی ، نشئ تلی جنت ته تر هغه پورې چې پوره مؤمنان نه شئ او تر هغه پورې (کامل ) مؤمنان نشئ کيدای . څو پورې چې تاسو کې د يو بل سره مينه محبت نه وي پيدا شوی . ولی زه تاسو ته هغه عمل ونه ښايم چې د هغه په کولو سره ستاسې په مينځ کې محبت پيدا شي هغه دا دی چې سلام په خپل مينځ کې ښه خور کړئ .
آن لاين اسلامي لارښود