د جُمعې په ورځ روژه نيول

دجمعی دورزی روزه مکروه اوکه سنگه زکه دلته ماله بعضی کسانونه داواوریدل چی دجمعی ورز دمسلمانو اختر دی نوپه دی اساس دجمعی دورزی روزه مکروه که مو معلومات راکرل مهربانی به مووی

محمد صادق – رياض

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يوازې د جُمعې ورځ خاص کول او په همدې ورځ باندې روژه نيول مکروه دي ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د روژې لپاره يوازې د جمعې ورڅ ټاکل او خاص کولو نه منع کړي دي :

بخاري او مسلم روايت نقل کړی دی چې : جناب نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ( لا تَخْتَصُّوا لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ بِقِيَامٍ مِنْ بَيْنِ اللَّيَالِي وَلَا تَخُصُّوا يَوْمَ الْجُمُعَةِ بِصِيَامٍ مِنْ بَيْنِ الْأَيَّامِ إِلا أَنْ يَكُونَ فِي صَوْمٍ يَصُومُهُ أَحَدُكُمْ ) ( الصيام/1930) .

امام نووي په شرح کې وايي : يُكْرَهُ إفْرَادُ يَوْمِ الْجُمُعَةِ بِالصَّوْمِ

مګر په هغه صورت کې مکروه نه ده چې څوک د هغه مخکې يا وروسته ورځې روژه نيسي او يا قضايي روژې نيسي ، د عرفي ورځې روژه نيسي او هغه د جمعې په ورځ برابره شي ، يا ايام البيض روژې نيسي او يا نذري روژې نيسي (شرح البخاري ابن حجر ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي