د ميراث مسئله

که چيرې درې ورونه عبدالله،عبدرحمان او عمر وې په داسې حال کې چې عبدالله نارينه او ښځينه اولاد ولرې،عبدرحمان يوازې يوه لور ولرې او عمر هيڅ اولاد ونلرې
اول عبدالله مړ شې

بيا عمر مړ شې نو دده مال دچا کيږى
او بيا عبدرحمان مړشې نو دعبدرحمان خپل مال او همدارنګه هغه مالچې د عبدالله نه ورته راپاتې شوى دى څرنګه تقسيمږې


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د عبدالرحمن لور ته (1/2) ته حصه رسيږي باقي ترکه د عبدالله اولاد ته رسیږي کچيرې بابا او نيا نه وي ژوندي داسې چې د نارينه حصه به د ښځينه په نسبت دوه برابره وي .

ترث البنت الواحدة النصف إذا لم يكن لها أخ يعصبها. لقوله تعالى (يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښو

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي