اسلامي دعوت اوومه قاعده

اومه قاعده : څيړنه او ثبوت او بيړه نه کول :

په نيکو کارونو امر او له بدو کارونو څخه منع کوونکی به لومړی بايد د هر کار په اړه پوره څيړنه او د عجلي او بيړې څخه کار وانخلي .

الله تعالی فرمايي : [لاَ تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ] (القيامة :۱۶ ) .

ژباړه: (اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې

او کله چې داعي ته د يو کار او واقعې په اړه خبر ورکول کيږي نو هغه دې د اقدام مخکې پوره تحقيق وکړي چې آيا صحت لري او که نه ؟ او اصلي خبره څه ده ؟

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ] (الحجرات :۶ ) .

ژباړه: اى مؤمنانو! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ .

د ثبوت ، تحقيق او څيړنې پرته اقدام په ټولنه کې د ضرر او مفاسدو سبب ګرځي .

او په جهاد في سبيل الله کې الله تعالی د ثبوت ، تحقيق او څيړنې حکم کړی دی :

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا] (النساء :۹۴ ).

ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د الله په لار كې سفر كوئ، نو ښه تحقیق كوئ او څوك چې په تاسو سلام واچوي، هغه ته دا مه وایئ چې ته مومن نه يې، ۔تاسو د دنيايي ژوند سامان غواړئ، نو له الله سره ډېر زیات غنیمتونه دي، له دې نه مخكې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله فضل وكړ، نو ښه تحقیق كوئ، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى.

اسامه بن زيد رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ د حُرقان قبلې ته ليږلي وو ، د سبا پر مهال مو پر هغوی حمله وکړه هغوی ته مو ماتې ورکړه ، زه او يو انصاري له يو کس سره مخ شوو کله چې هغه باندې لاس بري شوو نو هغه کلمه د (لا اله الا الله ) وويله ، مګر مونږ هغه قتل کړ .

کله چې مدينې ته راستون شوو رسول الله ته مو واقعه بيان کړه ، رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«يَا أُسَامَةُ أَقَتَلْتَهُ بَعْدَ مَا قَالَ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ»؟ قُلْتُ: كَانَ مُتَعَوِّذًا، فَمَا زَالَ يُكَرِّرُهَا حَتَّى تَمَنَّيْتُ أَنِّي لَمْ أَكُنْ أَسْلَمْتُ قَبْلَ ذَلِكَ الْيَوْمِ. (بخارى:4269).

اي اسامه! هغه دې وروسته له دې قتل کړ چې لا اله الا الله وويل ؟ و مې ويل : هغه د خپل نجات لپاره کلمه وويله، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا جمله دومره تکرار کړه چې ما هيله او تمنا وکړه چې ای کاش ما د هغه ورځې مخکې اسلام نه وای راوړی .

او په بل روايت کې راغلی چې اسامه وويل : چې هغه کله سلاح وليده له وېرې يې کلمه وويله ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « آيا تا د هغه زړه څير کړی وو تر څو ته پوه شوی وای چې هغه ويلې او که نه » (بخاري الديات،مسلم الأیمان، ابؤداود و احمد) .

او په بل روايت کې راغلی چې اسامه ته يې وويل : « که د قيامت په ورځ د لا اله الا الله سره راشي نو څه به کوې ؟ » (رواه مسلم الأيمان).

اسامه رضی الله عنه وويل : يا رسول الله زما لپاره پښنه وغواړه .

نو زيات احتياط پکار دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي