شپږمه قاعده ، مصالح او مفاسد په نظر کې نيول :

اسلامي شريعت په جلب مصالح او رد مفاسد باندې بنا شوی دی نو ځکه د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره يو مهمه قاعده ، مهم شرط دا دی چې په هغه کې به مصالح خوندې او د مفاسدو مخنوی به په نظر کې نيول شوی وي .

داسې به نه وي چې د منکر د منع کولو په وجه لوی مفسد ، لوی شر مينځته راشي .

ځکه چې مونږ په اسلامي شريعت کې فقهي قاعده لرو چې « درء المفاسد مقدمٌ على جلب المصالح » (مجلة الأحکام عدلية ).

شرعي دلائل :

وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ …. (البقرة:۱۹۱).

ژباړه : او دوى وژنئ كوم ځاى چې دوى ومومئ، او دوى له هغه ځاى نه وباسئ چې تاسو يې وېستلي وئ، او فتنه (کفر او شرك، له دین نه اړول) له قتل نه ډېره سخته (ګناه) ده .

و قال سبحانه وتعالی: [وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّه…] (البقرة :۱۹۳) .

ژباړه : او له دوى سره کوئ تر هغه چې فتنه (کفر،شرک او فساد) پاتې نشي، او دین (ټول) د الله لپاره شي .

په پورته آيتونو کې وينو چې دين مقدم دی په بدن او نفس باندې ، په في سبيل الله جهاد او قتال کې ظاهراً د نفسونو له مينځه تلل او د ښارونو خرابي وي مګر په هغه کې ستر مصلحت د الله تعالی د بر حق دين حفاظت دی د کفارو له شر او سلطې څخه .

د جلب مصالح او رد مفاسد لپاره يو مثال : يو کس شراب څښي او بل کس هغه ته وويل: چې شراب مه څښه ، شراب څښونکی ورڅخه منع نه شو او بلاخره دا شراب خور ووژلو .

دلته وينو چې د جلب مصالح پر ځای ستر مفسد او شر مينځه راغی چې هغه د يو کس ناحقه وژل دي . آيا په اسلام کې د شراب خور مرګ جايز دی ؟ او که د شراب خور لپاره حد تعين شوی دی ( چې اتيا دورې وهل دي ) .

آيا د حد جاري کول د اسلامي محکمې کار دی او که د هر چا ؟

شيخ ابن تيميه رحمه الله يو ورځ خپلو زده کوونکو ته درس ورکولو دا مهال د هغه يو زده کوونکی راغی او شيخ ته يې وويل : چې يو تاتار (مغل) مې د شراب څښلو څخه منع کړ ( دغه وخت مغلو په اسلامي امت حمله کړې وه او په اسلامي امت کې يې سخت ظلمونه تر سره کول).

شيخ خپل شاګرد ته وويل : هغه به دې له شرابو نه منع کولو ، ټول شاګردان حيران شول ، چا پوښتنه وکړه چې ولی ؟

شيخ وويل : هغه د شرابو په څښلو او د عيش په ژوند مشغول وو کله چې ددې څخه وزګار شي نو د مسلمانانو وينې به بهوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email