پنځمه قاعده : د اهم شي مخکې والی :

په أمر بالمعروف او نهی عن المنکر کې به د مهم څخه اهمترين مخکې کيږي داسې چې لومړی به د عقېدې اصلاح ، د الله تعالی په توحيد ، په عبادت کې اخلاص کولو باندې حکم کيږي او د شرک او بدعت څخه به منع کيږي وروسته به د لمانځه ، زکات او نورو فرائضو په قيام باندې حکم کوي او د محرماتو څخه به منع کوي ځکه چې دا د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام منهج او طريقه وه .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[ولَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ] (النحل :۳۶)

ژباړه: او یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (د همدې خبرې لپاره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ .

[وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ] (الأنبياء: ۲۵).

ژباړه: او له تا نه وړاندې چې مونږ هر پيغمبر ليږلی دی ، نو هغه ته مو همدا وحی کړې ده چې :پرته له ما بل معبود نشته نو يوازې زما عبادت وکړئ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  چه کله معاذ بن جبل رضی الله عنه  یمن ته د یو داعي، بلونکي او ښوونکي په صفت لیږلو نو ورته یي وفرمايل: «إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا أَهْلَ كِتَابٍ فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ… الحديث». [متفق علیه]

ژباړه: يقيناً ته داسې خلکو ته ورتلونکې یې چه هغوي اهل کتاب او کتابیان دي، نو لومړې یي باید ددې خبرې منلو ته راوبلې چه: نشته وړ، لایق او مستحق دعبادت او بندګۍ مګر یواځی یو الله (جلّ جلاله) دی، او زه- یعنی محمد صلی الله عليه وسلم – د الله تعالی ريښتينې پیغمبر او استاذې یم، که هغوي درسره دا خبره ومنله، نو بیا ورته وښایه چه الله (جل جلاله)  پر دوی په هره شپه ورځ کښې پنځه لمونځونه فرض کړي دي…» الحدیث.

د اسلامي دعوت منهج او طريقه همدا ده چې د حق د لارې داعي به لومړی د عقېدې د اصلاح کوښښ کوي ځکه که په عقيده کې نقص وي نو بيا هيڅ عبادت نه قبليږي ، ځکه چې د عبادت د قبول لپاره يو شرط صحيح عقيده او اخلاص دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email