څلورمه قاعده : د منکر څخه د انکار  د مراتبو پيژندل :

د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر له قواعدو څخه يو عامه مهمه قاعده د د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر د مراتبو پيژندل دي .

هغه دا چې  أمر بالمعروف او نهی عن المنکر  به د وس او توان موافق وي ، کچېرې په لاس سره د منکر د منع کولو او تغير توان وي نو په لاس سره تغير واجب دی او کچېرې ددې څخه عاجر وي په ژپه سره تغير يې واجب دی او که ددې څخه هم عاجز وي په زړه کې بد ګڼل پر هر مسلمان واجب دي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذلِكَ أَضْعَفُ الإِيْمَان»(رواه مسلم).

ژباړه : د تاسې څخه چې څوک نا روا کار وويني نو بايد هغه په لاس سره منع کړي ، کچېرې ددې توان ونه لري نو په ژبه او وينا سره دې هغه منع کړي ، او که په ژبه يې اصلاح نشو کړای نو په زړه کې دې د هغه څخه انکار او کرکه وکړي او دا ( د زړه په وسيله انکار او بد ګڼل ) ډير کمزوری ايمان دی .

د منکر منع او اصلاح به لومړی په لاس سره تر سره کيږي چې دا مسئوليت ټولو مسئولينو او مشرانو ته متوجه دی هغه که د هيواد ، ولس او يا هم يوې کورنۍ پر سطحه وي دوی به د منکر مخه په لاسه کوي ، د مسلمانانو امير به د خپل رعيت څخه منکراتو په زور سره منع کوي او والدين به پخپل کور کې د کور منکرات په لاس سره منع کوي ، او که د لاس په ذريعه د منع کولو توان نه وي په ژبه او نصيحت سره به د هغه اصلاح کوي ځکه چې :[ لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا] ، او علماء به په دعوت او نصيحت سره خلکو ته امر په نيکۍ او منع له بدۍ کوي مګر که پر چا کې دا دواړه قدرتونه نه وي چې دا مسئوليت بيا ټولو عامو خلکو ته متوجه دی نو بيا به په زړه کې د ګناه څخه کرکه او نفرت کوي ، په زړه کې به خپله نا خوښي څرګندوي چې دا د ايمان ورستۍ درجه ده ، که څوک د ګناه او منکر پر وړاندې حتی د زړه کرکه او نفرت ونلري نو هغه بيا کامل مؤمن نه دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«فَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِيَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الإِيمَانِ، حَبَّةُ خَرْدَلٍ» (أخرجه مسلم في الصحيح(

ژباړه: پس هر چا چې  په لاس سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی ، او هر چا چې په ژبه د هغوی سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی او هر چا چې په زړه سره د هغوی سره جهاد وکړ مؤمن دی ، وروسته له دې ( ددې درجې څخه تيټ ) کس کې د سپنلې د دانې قدر ايمان هم نشته .

په لاس سره د انکار او منع کولو شرطونه :

د لاس په وسيله د منکر منع کول لوړه مرتبه ده ، لکه : د خمر (شرابو) د فابريکې او توليداتو له مينځه وړل ، د بتانو ماتول ، د موسيقۍ د آلاتو ماتول او پر خلکو باندې د لمانځه او زکات  د ادا کولو الزام لګول او نور .

او دا کار د هغه چا لپاره دی چې وس او توان لري لکه : د ښار او هيواد پر سطح سلطان او امير ، د مدرسې مدير په مدرسه او مکتب کې ، د کور مشر او مسئول پخپل کور .

لکه چې په قرآنکريم کې د ابراهيم عليه السلام يادونه شوې چې : وَتَاللَّهِ لأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ * فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلاَّ كَبِيرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ (الأنبياء :۵۷-۵۸ ).

ژباړه:او په الله قسم دى چې هرومرو خامخا به زه ستاسو له بتانو سره یو چال چلوم وروسته له دې چې تاسو وګرځئ شاكوونكي،نو هغه، دغه (بتان) ټوټې ټوټې كړل د هغو له لوى نه غير (چې هغه يې پرېښود)، د دې لپاره چې هغوى همده ته رجوع وكړي.

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : «دخل النبی صلی الله عليه وسلم مکة و حول البيت ستون و ثلاثمائة نصب فجعل يعود في يده و يقول : [جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا] (صيح البخاري) .

ژباړه : نبی صلی الله عليه وسلم چې کله مکې ته داخل شو د بيت الله شريف چاپيره ۳۶۰ بتان وو نو هغه دغه بتان ټول مات مات کړل ، او ويې فرمايل : حق راغی او باطل لاړ ، يقيناً چې باطل له مينځه تلونکی دی .

عن ابن عباس رضي اللَّه عنهما أَن رسولَ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم رأى خَاتماً مِنْ ذَهَبٍ في يَد رَجُل، فَنَزعَهُ فطَرحَهُ وقال: « يَعْمَدُ أَحَدُكُمْ إِلَى جَمْرَةٍ مِنْ نَارٍ فَيجْعلهَا في يَدِه، » (رواه مسلم ) .

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو کس په لاس کې د سرو زرو ګوتۍ وليده هغه يې ورڅخه ويستله او ويې غورځوله او ويې فرمايل : که د تاسې څخه څوک غواړي چې پخپل لاس کې اور واچوي نو هغه دې دغه په لاس کې واچوي (د نارينه لپاره د سرو زرو استعمال حرام او د ښځو لپاره جايز دی).

د ژبې په وسيله د منکر د منع کولو شرطونه :

کله چې سړی په لاس باندې د منکر د منع کولو توان ونلري او يا د لاس په ذريعه د منکر منع کولو سره مساوي يا تر هغه لوی مفسد ، شر او ضرر مينځ راځي نو بيا د ژبې په وسيله د منکر  منع کول واجب دي چې لاندې څلور مراحل لري :

لومړۍ مرحله : په نرمۍ او مهربانۍ سره :

د ناروا او حرام کار مرتکب په اشاره يا د هغه د حال موافق به داسې پوهول کيږي چې دا عمل مناسب نه دی بلکي حرام دی ، او تا خو دغه کار قصداً نه دی کړی ، کيدای شي ته پوه شوی نه وې ، او داسې نور د ضرر پرته الفاظ په نرمۍ او مهربانۍ او حمکت سره دعوت ورکول څو هغه قبول کړي او نفرت ورنه وکړي .

ځکه چې د اسلامي دعوت منهج همداسې دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ]

ژباړه : او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي.

او فرمايي :[وَلاَ تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ] (عنکبوت :۴۶ ).

ژباړه: او تاسو له اهل كتابو سره مجادله مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« إِنَّ اللَّه رفيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ في الأَمْرِ كُلِّه » (متفقٌ عليه).

ژباړه:الله تعالی نرمي کوونکی دی او په ټولو کارونو کې نرمي خوښوي .

حضرت علی رضی الله عنه زړه د يوه حيوان سره تشبح  کړی چې يوازی  په نرمې رام کيږي او بس .

دوهمه مرحله : د منع کولو او د الله تعالی څخه د ويرولو وعظ او نصيحت :

دا مرحله غالباً د هغو کسانو د پاره ده چې د منکر په حرمت باندې پوه وي .

کوم کسان چې د منکر په نهی او حرمت پوه وي نو هغوی به په حکمت او ښه طريقه د الله تعالی د غذاب څخه ويرول کيږي د ګناه وعيدونه به ورته بيانيږي ځکه چې په دغه يادولو کې لوی اثر دی ،ځکه چې هغوی شيطان او د دنيا ژوند او يا عيش غافله کړي وي، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ] (الذاريات :۵۵ ) .

ژباړه: او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي.

د نصيحت څخه مقصد د هغه سره محبت او يا ددې ويره وي چې هغه په عذاب اخته نشي نه د هغه کس تحقير او شرمول ، او د امکان تر حده به په يوازې والی کې نصيحت ورته کوي او د خلکو په مخ کې به يې غيب نه ښکاره کوي .

دريمه مرحله : شديده وينا :

کچېرې نرم اسلوب او طريقه کار ورنه کړي نو په وينا کې به د شرعي قواعدو موافق شدت او سختي راولي او دا اسلوب ابراهيم عليه وسلم کارولي وو ، الله تعالی فرمايي :

أُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (الأنبياء:۶۷ ).

ژباړه: اُف په تاسو او په هغو چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ.

څلورمه مرحله :

دا د تغير بالسان ورستۍ مرحله ده کچېرې د منکر مرتکب په نرم او يا شديد وغظ او نصيخت منع نه شي نو هغه دې په سزا تهديد کړ شي هغه ته دې وويل شي که دا کار ترک نکړي نو حاکم درباندې خبروم چې سزا درکړي او بندي دې کړي او دا تهديد به هم د شرعې موافق وي د شرعی او عقل خلاف به نه وي .

په زړه سره د منکر د منع کولو شرطونه :

کله چې مؤمن د لاس او ژبې په وسيله د منکر د تغير او منع کولو څخه عاجر وي نو هغه به پخپل زړه کې له منکر او ناروا څخه کرکه او نفرت کوي د ناروا د اهل څخه به کرکه کوي هغوی به بد ګڼي او دا مرتبه په هر مؤمن باندې واجب ده چې هيڅ مؤمن څخه په هيڅ وجه نه ساقطيږي او ددې څخه ښکته درجه او مرتبه نشته .

لکه مخکې حديث شريف چې بيان شول :«و ذالک أضغف الايمان»

او د ابن مسعود رضی الله عنه په حديث کې مو ولوستل چې « وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الإِيمَانِ، حَبَّةُ خَرْدَلٍ » (أخرجه مسلم في الصحيح(

ژباړه: وروسته له دې ( ددې درجې څخه تيټ ) کس کې د سپنلې د دانې قدر ايمان هم نشته .

يعنې دا د ايمان ورستي حدود دي .

د ابن مسعود رضی الله عنه څخه چا پوښتنه وکړه چې په ژونديو خلکو کې څوک مړ دي ؟ ويې وويل : هغه کس چې معروف (نيک کار) نه پيژني او منکر (بد کار) څخه انکار نه کوي (بد يې نه ګڼې).

او دا کس بيا هماغه مفتون دی (فتنه وهلی زړه ) دی کوم چې د حذيفه بن الیمان په حديث کې ذکر شوی دی .

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : «… الآخر أسود مرباداً كالكوز مجخياً لايعرف معروفاً ولاينكرمنكراً إلا ماأشرب من هواه » (رواه مسلم).

ژباړه : هغه بل تور (زړه) به لکه د سوری کوزې پشان وي چې نه به ښه کار پيژني او نه به له بد کار څخه کرکه کوي مګر په هغه کې به يوازې هوا او خواهشات څښل کيږي .

پس د منکر د منع کولو مراتب همدا وو چې پورته مو بيان کړل .

همداسې به مسلمانې خويندې د خپل توان په اندازه له منکر څخه انکار کوي هغه که ښځې وي او يا د سړيو څخه خپل خپلوان .

 

له عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې هغې يو ښځه د صفا او مروه تر مينځ وليده چې يو قسم جامه یې اغوستی وه چې خطونه ورباندې وو ، هغې ته وويل : «انزعي هذا من ثوبک فان رسول صلی الله عليه وسلم اذا رآه في ثوب قضبه» (رواه ابؤداود و احمد ).

ژباړه: دا جامې دې لرې کړه کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په جامه دا شی وليدل هغه به لرې کول .

همدارنګه عايشه رضی الله عنها خپل ورور عبدالرحمن وليد چې د جنازې د پاره په بيړه اودس کوي هغه ته يې وويل : ای عبدالحمن کامل او پوره اودس کوه ځکه چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې فرمايل يې :«ويل للأعقاب من النار» (البخاري) .

کچېرې د لاس او ژبې په وسيله د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر توان نه وي په زړه سره انکار يې واجب دی لکه مخکې مو چې بيان کړ ، او ددې سره به د منکر او د اهل منکر څخه جلاوالی او هجرت کوي مګر که په جلاوالي او هجرت کې غذر وي په زړه کې د انکار لپاره هيڅ عذر نشته (په زړه کې به يې بد ګڼې) .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ .. ] (الأنعام :۶۸) .

ژباړه: او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونوكې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه، تر دې چې دوى له دې نه پرته (نورو) خبرو كې مشغول شي.

وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ …(النسآء :۱۴۰).

ژباړه: و یقینًا هغه (الله) پر تاسو باندې په كتاب كې دا (حكم) نازل كړى دى چې كله تاسو د الله ایتونه واورئ، چې په هغو سره كفر كېږي او په هغو پورې مسخرې كېږي، نو تاسو له هغوى (كفر او استهزا كوونكو) سره مه كېنئ.

نو ومو ليدل چې أمر بالمعروف او نهی عن المنکر لره قواعد دی چې داعي لره د دغو قواعدو په نظر کې نيول شرط دي تر څو په دعوت کې خير او برکت وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email