دريمه قاعده ،د منکر څخه د انکار  د شرطونو پيژندل :

منکر ټولو هغو کارونو ته وايي چې په شرع کې نهی ورڅخه شوي وي برابره خبره ده که هغه حرام وي او يا مکروه ، د خالق (جل جلاله ) په حق پورې تعلق ولري او يا د مخلوق .

اول- منکر به فی حال موجود وي چې دری حالتونه لري :

۱- دا چې د منکر کار د واقع کېدو ويره وي نو په دې حالت کې يوازې نصيحت او وعض او د الله تعالی د عذاب څخه وېرول پکار دي .

۲- دا چې في الحال منکر موجود وي لکه : يو کس ناست دی او مخې ته يې شراب ايښودل شوي وي او له هغه څخه يې څښي دغه مهال في الحال أمر بالمعروف او نهی عن المنکر واجب دی ، په شرط ددې چې دی ورباندې قادر وي .

۳- دا چې حرام فعل تر سره شوی وي او آثار يې پاتې وي لکه : يو چا شراب څښلې وي او څه پاتې نه وي مګر آثار او نښې يې پاتې وي نو په دې حالت کې نهی او تغير نشته ځکه د سزا او عقاب وخت دی چې هغه ته سزا ورکول کيږي ، د سزا ثبوت او د سزا ورکول د اسلامي محکمې صلاحيت دی .

دوهم – د معروف او منکر د تغير د پاره تجسس ته ضرورت نشته :

څه چې مسلمان ته ظاهر او ښکاره وو او په منکر يې سترګې ولګېدې نو هغه وخت به د منکر څخه انکار او د هغه تغير کوي ، د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر تر سره کولو لپاره تجسس کول جايز نه دي .

ځکه په حديث شريف راغلي :« «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ» (د تاسې څخه چې څوک نا روا کار وويني نو بايد هغه منع کړي).

دريم – دا چې د منکر څخه انکار به په داسې مسائلو کې وي چې اخلاف پکې نه وي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email