اسقاط
د اسقاط په اړه خوځنی خلک داسې فکر کوي چه دابه دلمونځ ،روژی ،زکات  او نورو کفاره ده اوپه دې سره به خلاصی ومومو دايو جاهيلانه فکر اوخيال دی .
پدې کې خو شک نشته چه فقهاؤ داسقاط او دور صورتونه ذکر کړي  دي ليکن هغوی چه کوم شرطونه ورسره ذکر کړی ،نو اوس خو دهغه شرطونو څه رعايت نشته يوعام  رواج ګرځيدلی دی .
بله مسئله داچه بيا دغه د اسقاط پيسی په يوه دوره دری ځله ګرځوي د دوري هر کس ته يې يوځل ورکوي او بيا ترينه اخلې په همدی شکل ګردي يې په دوره ګرځوي .
حيله اسقاط يا دور ځنی فقهاؤ کرامو د داسې چا لپاره تجويذ کړی ؤو چه د هغه نه څه لمونځونه ،روژی وغيره اتفاقاً نه قصداً فوت شوي وي او دقضايې راوړلو موقع ورته نه وي پيدا شوی او دمرګ په وخت کې يې وصيت کړی وي ليکن دهغه په ترکه يا ميراث دومره مال نه وي چه دهغه د لمونځو يا روژی فديه تری ادا شي .
داسې نه چه مال ورڅخه پاتی وي هغه دده خپل واريثان تقسيم کړي او ويې خوری لږ کمی پیسی را واخلې چه خلک ووايي دادی ما خو په ښه شان سره مړی خښ کړ.
اوکه صدقه وي نوصدقه بيا لاس په لاس ته ضرورت نشته چه يوځل يو مالک شی او بل ځلی بل کس دهغه مالک شي .
اوکه فديه وي نو فديه به يوه خاصه اندازه لری چه د قضا شويو لمونځو،روژی ،زکات وغيره له رویه د مړی د وصيت له مخی ټاکل کيږی او بيا د مړی د ترکې له دريمی برخی څخه ادا کيږي .
Print Friendly, PDF & Email