سود عموماً په دوه ډوله دی : رباء ديون (د قرض سود)  او رباء بيوع (د راکړې ورکړې سود) او بيا هر يو په دوو دوو برخو ويشل شوی دی لکه په لاندې چارت کې :

untitled-%db%b1%db%b1%db%b1

رباء ديون :

معاوضات : د عوض او جنس په مقابل کې د پور يا قرض د ثبوت وروسته زيادت .

مثلاً يو کس پر بل کس باندې يو جنس په ۲۰۰۰ افغانۍ خرڅوي داسې چې يو کال وروسته به قرض ادا کوي مګر  په دوهم کال يې قيمت لوړوي همداسې د وخت په ترېدو يې قيمت لوړيږي چې دا د عقد په وخت کې د ثابت شوي قرض څخه وروسته زيادت دی او دا زيادت سود دی .

قروض : د پور يا قرض سود چې مونږ په فقه کې داسې ضابط لرو : کل قرض جر نفعاً فهو رباء ( په هر قرض کې چې زيادت وي هغه سود دی ) ،

مثلاً: څوک چاته پيسی پور ورکړي له هغه څخه زياتی پيسې واخلي يا د مودې په تيرېدلو ګټه ورڅخه اخلي مثلاً يو کس چا ته زر روپۍ نغدې ورکوي يو کال وروسته د هغه څخه يونيم زر روپۍ اخلي.

په نن عصر کې د بانک سود همدا ډول سود دی چه بانک د قرضدار په مثال وي چه په بانک کې د پيسو جمع کوونکي ته د مودې يا مهلت له مخی ګټه ورکوي او يا خپله بانک نورو ته سودي قرضونه ورکوي.

رباء البیوع :

فضل : فضل (غوره والی او زيادت ) :

په راکړه ورکړه يا بيع کې د فضل سود هغه سود دی چې د وزن او پيمانې وړ همجنس شيان په زيادت سره تبادله شي او لاس په لاس نه وی.

لکه : سره زر په سرو زرو ، غنم په غنمو که سر په سر برابر او لاس په لاس تبادله نشي سود بلل کيږي .

نسأ : نسأ (ځنډ او مهلت ) :

کچېرې اجناس سره  فرق ولري لکه غنم په وربشو نو د دواړو طرفو په خوښه او موافقه زيادت پکی روا دی ولی مهلت پکی حرام دی لاس په لاس به وي ، مهلت ځکه پکې جايز نه دی چې علت يې چې عبارت له وزن او تول څخه دی سره يو شان دی يعنې دواړه د تول او پېمانې وړ دي .

مګر که جنس او علت يې سره فرق ولري نو بیا زيادت او مهلت دواړه پکې جايز دي له د نغدو پيسو تبادله په نورو اجناسو او مالونو سره .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«اَلذَّهَبُ بِاالذّهَبِ وَالفِضّةُ بِاالفِضّةِ وَالبُرُّ بِاالبُرِّ وَالشَّعِيرُ بِاالشَّعِرِ وَالثَّمَرُ بِاالثَّمَرِ وَالمِلحُ بِاالملحِ مِثلاً بِمِثل ٍ سَوَاءً بِسوَاءٍ يَداً بِيداٍ فَاِذَا ختَلَفَت هذِهِ الاَجنَاس ُ فَبيعُوا كَيفَ شِءتُم اِذاَ كَانَ يداً بِيَدٍ» (رواه المسلم).

ژباړه : له عباده بن صامت رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي : سره زر په سرو زرو ، سپين زر په سپينو زرو ،غنم په عنمو ،وربشې په وربشو، خرما په خرما ،مالګه په مالګه په بدل کی ده – يو شان برابر او لاس په لاس ، اوهر کله چه جنسونه سره مختلف وي نوڅنګه مو چه خوښه وي خرڅوئ ،په شرط ددې چه لاس په لاس وي.

استاد فقه دوکتور عبدالله بن منصور الغفيلي – الاکاديمية الاسلامية

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

د سود خوړلو سزا

http://www.dawat610.com/archives/10687

Print Friendly, PDF & Email